شعـــــرونه

فلسطینی مور ته ډاډ – مدثر همراز

شاعر: مدثر همراز

شهید بچیه زخمی خوری په ګریان موری

خدای دی مدد وکړه له غیبو له اسمان موری

د فلسطین بچو ته درس د فدایانو ورکړه

ته به یی ګالی دا په تا دی امتحان موری

له سرشیندنی له غیرت او ننګه ډیرویریږی

دا بی غیرته دا بوز دل فوج د شیطان موری

ګړیکی دی اورم اه دی اورمه سلګی دی اورم

دښمن مو یو دی که جدا مو دی مکان موری

دعا کوه که خدای بری راته نصیب کړو نوبیا

ستا انتقام به اخلی ګران افغانستان موری

همرازه لر دی او که بر تری فلسطین کړه خبر

وګوره شام افغانستان وزیرستان موری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x