افغانستان

د طالبانو تازه پرېکړه: د محکمې له حُکم پرته هېڅوک مجرم ته سزا نه شي ورکولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۹ل): د طالبانو مشرتابه په يوه تازه پرېکړه کې خپلو ټولو مسؤولينو او جنګياليو ته امر کړی، چې د محاکمو له فیصلې پرته مجرم ته سزا ورکول او د هغه انځورونه خپرول منعه دي او هېڅوک د شرعي محکمې له پرېکړې پرته چا ته د سزا ورکولو حق نه لري.

د طالبانو له رسمي ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې د حدودو او تعزيراتو اړتيا او نفاذ د الله تعالی رضا حاصلول او د جرمونو مخنیوی ښوول شوي او ټينګار شوی، چې دا حدود او تعزيرات بايد يوازې د جرم د رښتيني ثبوت او د شرعي احکامو په رڼا د محکمې لخوا عملي شي.

د مشرتابه په پرېکړه کې ټولو واليانو او نورو مسؤولينو ته امر شوی، چې هېچا ته بايد اجازه ور نه کړل شي، چې د محکمې له پرېکړې پرته څوک په سوکانو، لښتو، دُرو او کيبل ووهي او يا يې شکنجه کړي.

اعلاميه زياتوي، طالب جنګيالي که جنګي او يا هم جنايي بنديان ونيسي، هغوی ته سزا ورکول يوازې د محکمې حق دی او  هېڅوک د محکمې له پرېکړې پرته سزا ورکول او د هغوی انځورونه يا ويډيو نه شي خپرولای.

د طالبانو مشرتابه خبرداری ورکړی، چې له دې امر څخه سرغړوونکي مجرمین بلل کيږي او ټولو والياتو ته يې سپارښتنه کړې، چې اړوند مسؤولين او جنګيالي وپوهوي او له دې امر څخه سرغړوونکو ته سزا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ماشاءالله ډېر هیله بښونکی فرمان دی او طا لبان به په دې اقدام سره د لاندیني حدیث شریف مصداق ګرزي،، ان شاءالله. عن عبد الله بن عمرو قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «الراحمون يرحمهم الرحمن ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء الرحم شجنة من الرحمن فمن وصلها وصله الله ومن قطعها قطعه الله». په دې فرمان کې یو بل پیغام هم پروت دی هغه دا چې کله د مجرم وهل ټکول له ذیصلاح محکمې پرته منع شوي دي نو د بې ګناه خلکو وهل، ټکول او هتک حرمت هم په صورت اولی سره منع… نور لوستل »

طوطی

غوربندیه: دا حدیث بدی یو لس کاله مخکی ذکر کړی وه. اوس خو در ته ثابته شوه چی طالبانو خلاف د اسلامی شریعیت صحرایی محکمی کولې او خلک یی بدون له محکمی شهیدانه ول. اوس نو حدیثونه ورته لټه وه. الله ته به څه ځواب وایین تر څو به د احادیثو او د قرآنی آیاتو نه شخصی استفادې کوی؟

نعیم

بریکړه یی سمه ده لاکن ډیره ناوخته شل کاله خلک بیګناه بی غیر دمحکمو ووژل اوس سر یی خلاص شو چه دخلک وژل بی غیر دمحکمی څه معنی لری
یعنی بخوایی شرعیت اصول نه پیژندل اوس ورباندی پوهه شول

طوطی

اوس دغه دی طالب مشرانو هم ومنله چی طالبانو صحرایی محکمی کولی خلک یی بیګناه په وهلو او ټکولو شهیدان کول. خو دی سره به وضع نوره هم خرابه شی. اوس به طالبان خلک زندانونو کی خلک ساتی تر څو د هغوی حکم د کوټی او یا د پیښور د شورا لخوا را ورسی. د حکم د رارسیدو تر مخه به خلک په وهلو او ټکولو کی مړه شوی وی. خو زه فکر کوم چی دا پیغام د دی لپاره دی چی طالبان ځانونه دنیا والو ته وښیی چی دوی هم په قانون پوهیږی او قانون وضع کولای شی. څو… نور لوستل »

طوطی

په والله قسم چی عسکرو ورته لاسونه پرته کړی چی تسلیم یو خو دوی جاهله او بی علمه طالبانو پری ډزی کړی او شهیدان کړی دی. تاسو ټولو یی ويډیوګانی لیدلی ضرورت نشته د ویلو یی. یله چی پس له شلو کالو د طالب مشرانو سرونه خلاص شول چی په جبهاتو کی څه تریږی. اوس پوهه شول چی هر څه مو د شریعیت پر ضد کړی. الله مو خوار کړه شرم نلری اسلام مو په ټوله دنیا بدنامه کړ.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x