روغتیانړۍ

امريکا کې د کرونا ويروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر له پنځو لکو اوښتی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو کې د کرونا ويروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر له پنځو لکو اوښتی او د امريکا ولسمشر جو بايډن په سپينه ماڼۍ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د کرونا د قابو کولو هوډ کړی دی.

د کرونا له امله د مړو شوو کسانو په ياد کې په سپينه ماڼۍ کې غونډې ته د ولسمشر بايډن سربېره لومړۍ مېرمن جل بايډن، د ولسمشر مرستيالې کاملا هیرس، د هغې خاوند ډګلس ايموف په شمول ګڼ شمېر چارواکو او فعالانو ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو په ياد کې څو شېبې چوپتيا وشوه، شمعې يې بلې کړې، پوځي بانډ د مسيحيانو سندره وويله او په سپينه ماڼۍ کې هم تر ډېره تياره وه.

جو بايډن يادې ناستې ته د وينا پر مهال وويل، چې د کرونا نړيوالې وبا له امله رامنځته شوی وضعيت ډېر سخت دی، خو ژمنه يې کړې، چې د کرونا د له منځه وړلو لپاره به ټولې لارې چارې په کار واچوي او په لنډ وخت کې به د امريکايانو پر شونډو خوښي ښکاره شي.

د کرونا ويروس له امله تر اوسه يوازې په امريکا کې له پنځو لکو زيات کسان مړه شوي او له شل ميليونو زيات کسان پرې اخته شوي دي.

بايډن دغې ناستې ته وويل: «زموږ ډېر خواږه دوستان اوس په دې نړۍ کې نه شته، خو موږ بايد د يوه ملت په توګه د کرونا د بیا خپرېدو مخنيوي لپاره ګام پورته کړو.»

د تېر کال اپرېل مياشت کې د امريکا په فلوريډا ايالت کې د کرونا له امله د لومړي شخص د مړينې پخلی شوی و او وروسته ورر ورو دا پېښې زياتېدې او يو وخت داسې راغی، چې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو ورځنی شمېر له څلور زرو واوښت.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امريکا کې د کرونا له امله تر اوسه پنځه سوه زره، ۲۳۶ کسان وژل شوي او نږدې ۲۸ ميليونه کسان پرې اخته شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې ۲۴ لکه ۷۳ زره کسان مړه شوي، چې شل سلنه يې يوازې د امريکا خلک دي.

په امريکا کې د کرونا واکسين لګولو چارې هم روانې دي، تر اوسه شاوخوا ۱۳ سلنه خلکو ته د کرونا ضد واکسين لګول شوی دی.

په ځينو ايالتونو کې د سختو سړو، تېزو ورښتونو او توپانونو له امله د واکسين لګولو بهير ټکنی شوی دی.

د جو بايډن حکومت ويلي، چې امريکايي ولس لا هم د کرونا له وبا سره مخ دی او له خلکو يې غوښتي، چې په ټولنيز ژوند کې له احتياطه کار واخلي او ماسک کارول يې اړين بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x