افغانستان

دایکندي کې د دولتي عسکرو لخوا د پُل نړولو ۲۸ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): د دایکندي ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا د یو عام پُل نړولو له کبله د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۲۸ تنه «شهیدان» او ټپيان شوي دي.

دا پېښه پرون د سه شه شنبې په ورځ(۵ کب)  د ګیزاب ولسوالۍ په «کندوګک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیمې خلک شکایت کوي، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ګیزاب ولسوالۍ امنیه قومندان «لالی ماما» له ګڼو کمانډو عسکرو سره یوځای سیمه کې د طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو په پلمه هلته ورغلی د «کنډوګک» پل یې نړولی او دغه لاره یې د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

د «کندوګک» پُل د ګیزاب ولسوالۍ مرکز او «تمزان» سیمه سره نښلوي، چې هره ورځ سلګونه خلکو ورباندې تګ راتګ کولو؛ خو د دولتي عسکرو لخوا تر نړولو او بندولو وروسته خلک اړ شول چې د خپلو ورځنوی اړتیاوو پوره کولو لپاره د هلمند سیند سیمه کې پر یو پخواني ویجاړ شوي پُل تګ راتګ وکړي.

ځايي سرچینې وايي، پرون د شپې ناوخته د واده له خلکو ډک یو «فلاینګ کوچ» ډوله موټر پردغه ویجاړ پُل د اووښتو پرمهال سیند ته لویدلی، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه «شهیدان» شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.

د سیمه ییزو سرچینو په خبره که څه هم څو ورځې مخکې د «تمزان» او ولسوالۍ د مرکز یو شمېر قومي مشران امنیه قومندان «لالي ماما» ته ورغلي چې دا پُل به مونږ ولسي خلک بیرته جوړ کړو، ترڅو مو تګ او راتګ کې ستونزې ختمې شي؛ خو امنیه قومندان هغوی «رټلي» او نا امیده یې بیرته شړلي دي.

له سیمې څخه یو ځايي کس د خپل نوم نه خپرولو په شرط نن ټکي اسیا ته وویل، چې ددغه پُل نړول او د لارې بندېدو له کبله هلته میشت ولسونه سخت په تکلیف دي او باید اړونده چارواکي ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر او ملیشې په اطرافي سیمو او ولایاتو کې د عامو پرمخ پلونه، لارې، اوبه خورونه او کلنیکونه بندوي، بلکې تردې وړاندې د ارزګان، غزني او زابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایاتو کې دولتي عسکرو او اربکیانو له کلینیکونو او ښوونځیو پوستې جوړې کړي او ځینې ځایونو کې یې د ولسي خلکو پر مخ لارې تړلي او آن د هغوی په کروندو یې اوبه بندې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود انداربي که څه هم څو ورځې د ټرانسپورټي شرکتونو له مالکانو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې په پولیسو کې به اصلاحات راولي او د لویو لارو هغه پولیس منسوبین او چارواکي به له دندو لرې او مجازات کړي، چې خلک او موټر چلوونکي ځوروي او ناقانونه پیسې ترې اخلي؛ خو د نوموړي له ژمنې یوه اونۍ لا نه پوره کیږي چې په ګیزاب ولسوالۍ کې د پولیسو لخوا د پل نړولو او لارې بندلو پایله کې ۲۸ تنه ملکیان «شهیدان» او ټپیان کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

ههههههه سی ده بیخی سی ده د رزالت شرارت او بی دینی کار صرف### کوی او دا د عامه تاسیساتو له منځه وړل د # او پلو کار یی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x