نړۍ

د اکوادور په ۳ زندانونو کې تاوتریخوالی، له ۵۰ زیات بندیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): د سویلي امریکایي هېواد «اکوادور» په ۳ زندانونو کې د سختې تاوتریخوالي خبر ورکړل شوی چې له کبله یې له ۵۰ زیات بندیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

چارواکو د سه شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، د اکوادور په ګویاکویل، کوینکا او لتاکونګا ښارونو په زندانونو کې د بندیانو بېلا بېلو ډلو ترمنځ د چاکوانو او تمانچو نښته شوې چې کبله یې سخته مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د پولیسو عمومي قومندان پيټریسیو کاریلو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، «په زندانونو کې د جګړې د کنترول لپاره تازه دمي ځواکونه استول شوي چې اوسمهال محدویتونه لګېدلي او زندانونه تر کنترول لاندې دي».

ځایي رسنۍ وایي، ګڼ شمېر امبولانسونه لیدل شوي چې له زندانونو څخه راوتلي او روغتونونو ته یې مړي او ټپيان استولي، دغه راز د لسګونه بندیانو خپلوان او داسې نور له زندان څخه بهر راټول شوي تر څو د پېښې په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

د پېښې په تړاو د اکوادور ولسمشر لینن مورینو ویلي، په یو شمېر زندانونو کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي پېښې ترسره شوي، چې د دولت وزیر سره په همغږۍ پولیس د زندان کنترول او د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره لیږل شوي دي.

د یادو بېلا بېلو پېښو اصلي لامل نه دی څرګند شوی خو ویل کیږي په زندانونو کې د مجرمینو منظمو ډلو ترمنځ لفظې شخړې په سختې نښې بدلې شوي او په پایله کې لسګونه کسان مړه او لسګونه ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x