ورزش

راشد خان او کریس ګېل د ملي لوبډلو په خاطر پي ایس ایل پریښود

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالۍ اونۍ وړاندې په کراچي کې پېل شوي چې د یو شمېر بهرني لوبغاړو په ګډون په کې افغان لوبغاړي هم شامل شوي دي.

راشد خان چې په یاد لیګ کې په لومړي وار د لاهور قلندرز لوبډلې له لوري ولوبېد، یوازې دوه لوبې ترسره کړې او ملي لوبډلې سره یوځای کېدو لپاره به ډير ژر عربي اماراتو ته لاړ شي.

نوموړي په دغه لیګ کې دوه لوبې ترسره کړې، چې یوازې یوه ویکټه یې واخیسته او ۲۷ منډې وکړې، خو د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه، او ځانګړو شاټونو یې په لږ وخت کې شهرت وموند.

راشدخان پر خپله ټویټر پاڼه یاد لیګ کې په لوبېدو خوښي څرګنده کړه او راتلونکې کال یې بیا د لاهور لوبډلې له لوري د لوبېدو هیله څرګنده کړه.

افغان ملي لوبډله د زمبابوې پر وړاندې د مارچ میاشتې په دوهمه نېټه د دوه ټيسټ لوبو لړۍ پېلیږي چې له هغې وروسته د درې شل اوریزو سیالۍ هم ترسره کیږي. د یادو سیالیو لپاره دواړه لوبډلې عربي اماراتو ته رسېدلې دي.

بل لوري ته د کوټې ګلډیټرز لوبډلې تکړه لوبغاړي کریس ګېل هم له دوه لوبو ترسره کولو وروسته د ملي لوبډلې په خاطر د پاکستان سوپر لیګ پریښود، نوموړي هیله ښودلې چې تمه لري د یادو سیالیو دوهم پړاو کې یو وار بیا ګډون وکړي.

کریس ګېل په دوه لوبو کې غوره ولوبېد، د ۶۸ زیاتو منډو سربېره یې په دوه لوبو کې ټولې ۱۰۵ منډې وکړې، خو د نوموړي لوبډلې هیڅ یوه بریا خپله نه کړه.

د ویسټ انډيز لوبډله د سریلانکا پر وړاندې د درې شل اوریزو لړۍ لري چې د مارچ میاشتې په ۴مه نېټه پېلیږي او کریس ګېل د خپلې لوبډلې برخه دی.

د راشد خان او کریس ګېل نه شتون د لاهور او کوټې لوبډلې لپاره ستر زیان دی خو دغه لوبډلې به ډير ژر په بدیل لوبغاړو فکر وکړي.

له راشد خان وروسته به محمد نبي او مجیب الرحمن هم څه موده وروسته ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په خاطر د شل اوریزو لوبو لپاره پي ایس ایل پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x