روغتیا

وروستۍ څيړنه: له کرونا روغ شوو څلورمه برخه یې د «ویښتانو تویېدو» له رنځه کړیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): یوه وروستۍ څیړنه دې پایلې ته رسېدلې چې له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي کسانو څلورمه برخه یې د ویښتانو تویېدو له رنځه کړیږي.

چینایي څیړنې چې برتانوۍ ورځپاڼې «ډیلي میل» خپره کړې ویلي، په ووهان ښار کې له ۱۶۵۵ کسانو څخه یې ۳۵۹ چې ۲۲ سلنه کیږي، له کرونا څخه د رغېدو شپږ میاشتې وروسته د ویښتانو تویېدلو په ناروغۍ اخته شوي دي.

دا څیړنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې له کوویډ-۱۹ ناروغۍ څخه له رغېدو وروسته د رامنځته کېدونکو اوږدمهاله ناروغیو په اړه بحث کیږي، د کومو په سر کې چې ستړیا، سټریس، خپګان، فشار، ساه لنډي او بې خوبي ښودل کیږي.

د ډیلي میل ورځپاڼې د وینا له مخې چینایي ډله ییزه څيړنه تر ټولو زیاتې مودې لپاره تعقیب شوې چې له کرونا ناروغۍ څخه د ښه شویو کسانو پایلې وارزوي، دغې تعقیب د تېر کال جنوري له ۷مې تر مۍ ۲۹مې دوام درلود.

د جلد (پوستکي) ماهرین وایي چې د ویښتو تويېدل د فشار له پلوه پېښو ته طبیعي فزیکي ځواب دی لکه یوه ساري ناروغي، او دا ممکن لنډمهاله وي خو که چیرې دا د الوپيسا ناروغۍ بڼه خپله کړي، هغه مهال بیا د ویښتانو تویېدلو مخه نه نېول کیږي.

د څیړنې له مخې هغه کسان چې له کرونا روغ شوي، ۶۳ سلنه یې د ستړیا او په عضلاتو کې د کمزورۍ احساس کوي، ۲۶ سلنه په خوب کې ستونزې مومي، ۲۳ سلنه یې د اضطراب یا فشار سره مخ کیږي، په داسې حال کې چې ۲۲ سلنه یې د ویښتانو تویېدو له رنځه کړیږي.

له دې وړاندې ځينو امریکایي څیړنو هم ثابته کړې، د کرونا ویروس پر انسان د نورو اغیزونو سربېره فزیکي اغیز هم لري، چې له ډلې یې د ویښتانو تویېدل هم دي، دوی وایي دا هغه حالت دی چې ویښتان د ودې پرمهال د ګډوډۍ لامل کیږي او په پایله کې توییږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x