ټولنیزه برخه

اې ربه! دا نړۍ دې نو د اوسېدو ده؟

ليكوال: میاهدایت الله محمدی

اې د قدرتونو ربه!

هر څه ستا په واك كې دي، د آسمانونو او ځمكو خالق ته يې، د جهانونو واكدار ته يې، هر ساه كښ تا پيدا كړى، خدايه! لكه څرنګه يې چې د رزق غمه خورې، دغسې يې له سرونو نه د بربريت او  وحشت لاسونه پورته كړې، نړۍ دې اوس د ناترسو تر واك لاندې ده، هغه ناترسه چې د ځنګلي وحشي ځناورو عادتونه لري، دا ناترسه فرعونيان د موسى د مظلومو لښكرو پروا نه كوي، دوى د بې خودۍ او ضمير پلورلو درمل خوړلي دي، دوى هر څه ته د وحشت او بربريت په سترګه ګوري، دوى انسانيت په الفاظو پيژني؛ نه په معنا.

اې ربه!

موږ تا پيدا كړي يو، رب مو ته يې، د هر څه واكدار ته يې، د دغو ظالمانو مخه ته ونيسې، د دوى د ظلمونو له كبله مظلوم مسلمان ولس هره ورځ له سترګو نه د اوښكو پر ځاى وينې تويوي.

اې ربه!

تا خو د خپل نازولي پیمغبر صلی الله علیه وسلم په ژبه ويلي دي چې زما او د مظلوم د آه تر منځ هېڅ پرده وجود نه لري، ته مو دا سوي آهونه نه اورې؟ ته مو د ګونډو، يتيمانو، ناچارو او مظلومو  مسلمانانو سوي فريادونه نه اورې؟ ته مو دا د زانګو معصوم شهيدان نه وينې، چې هره ورځ د دې ناترسو او وحشي انسانانو له خوا  په وحشي ډول د ټنونو وزني بمونو په ورولو په شهادت رسېږي؟

اې ربه!

لکه چې پوهېږې، نړۍ دې اوس سور اور شوې ده، دلته څوك ستا د دين او كلمې پروا نه كوي، دلته اوس د ځنګل قانون راج شوى، د بشر د دوستانو تر نامه لاندې داسې څڼه ور ځنګلي خويه انسانان راوتي چې ستا د مظلومو بندګانو وينې زبېښې، له هډونو نه يې غوښې شپيلوي، په سرونو يې ميخونه ټكوهي، له سينو يې د سپيڅلي كتاب سپيڅلي الفاظ وباسي، د څو ټكو په وركولو سره يې د حقې لارې نه منحرف كوي، همدارنګه مو ماشومانو ته د ډوډۍ پر ځاى په خولو كې خاورې وراچوې، سپين سرې مو ژړوي، تور سرې مو بې پته كوي، ځوانان مو د زندانونو تورو تمبو ته ور اچوي، سپين ږيري مو له ژوند نه محروموي، كورونه او كلي مو ورانوي، جوماتونه مو شهيدانوي،  پر ملا امامانو مو د لمانځه پر سر د ټوپك شپيلۍ وراړوي او بیا یې هم ستا عذاب نه رانغاړي.

اې ربه!

اې  د كايناتو خالقه! اې د كهكشانونو واكداره! چا ته لاړ شو؟ د چا لمن ونيسو، چا ته خپل سوي فريادونه واورو؟ چا ته وژاړوو؟ د ژړا او فرياد بل در نه لرو، ته خو مو د پنجوايي د خور آه واوره، ته خو د عزيز آباد د سپين سرې مور آه واوره، ته خو مو د لوګر د سجاوان د تورې سرې خور آه واوره، ته خو  مو د سياه ګرد د مظلومو وروڼو فريادونه واوره، ته خو د شينوارې، زابلۍ، خوستۍ د ناوې ګانو فريادونه واوره، ته خو مو د كونړ د معصومو كمكيانو كړېكې واوره، ته خو مو د وزيرستان، سوات، باجوړ، كرمه ايجنسۍ او پښتونخوا د پښې بيلي راوتو تور سرو حالات وګوره، ته خو مو د عراق، سوريې، او فلسطين لوڅ سرو ميندو ته  وګوره، ولې پر دوى د ظالمو او مستبدو اشخاصو له خوا ظلمونه كېږي؟ ولې هغو مغرورو سخت زړو انسانانو ته خپل زور نه ورښيې؟  ولې مسلمانان د دوى له شره نه خلاصوې؟

اې ربه!

لا خو مو هغو ټپونو هم د جوړښت پتري نه و نيولي، چې په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو له خوا زموږ پر بدن جوړ شوي ول او نه مو هم لا هغه د زانګو معصوم ماشومان له ياده وتي ول، كوم چې د بهرنيو ځواكونو له خوا د شپني عملياتو په ترڅ كې د ترهګرۍ په تور له خپل ژونده محروم شوي ول او نه مو لا هغه ځوان له ياده وتى دى، چې د خپلې ټولې كورنۍ غړي يې د يوه وحشي امريكايي عسكر لخوا په شهادت رسول شوي ول او نه مو لا هغه ناوې ګانې له ياده وتي دي چې د بهرنيو ځواكونو له خوا د ناوېتوب په شپه كې د خپل ناوېتوب په جوړه كې د زهري بمونو په ورولو سره په شهادت رسول كېږي، چې يو ځل بيا مو په دې مباركه مياشت (رمضان) كې د مظلومو فلسطينيانو آهونه تر غوږو شول، هغه فلسطينيان چې له كلونو كلونو راهيسې د فرعوني اسرائيلي لښكرو له لوري د اور پر تبۍ ناست دي. دغو شيطاني لښكرو په دې وروستیو کې يو ځل بيا په لسګونو فلسطينيانو ته مرګ- ژوبله واړوه، د وړو او معصومو كمكيانو كړيكې يې ستا تر آسمانونو ورسېدلې، د بدن غوښې يې د مرغانو خوراك شوې، پر ليدو يې ګاڼو او بوټو ژاوړې كړي، ستا آسمانونو به هم پرې اوښكې تويې كړې وي؛ خو په دې لالهانده نړۍ كې داسې څوك نشته چې پوښتلي واى، چې ولې؟

اې ربه!

د دې مباركې مياشتې له بركته دې نور د غزې مسلمانان په خپل امن كې وساتې، د دوى له سره د فرعونيانو تېرې تورې، پڅې او ماتې كړې. مسلمانانو ته عزت وركړه. د کفارو دغه ټكنالوژي بېرته پر دوى استعمال كړه! اې خدايه! پر دوى خپلې ميندې وژړوه. ته هر څه كولاى شې، لكه څرنګه چې دې فرعون، نمرود، شداد هلاك كړل، ربه دوى ته هم د خپل زور څرك ورښكاره كړه او دوى هم د هغو له برخليك سره مخ كړه، نور دا مظلوم مسلمانانو د دوى له وحشي او كرغيړنو كړنو نه په امن كې وساته، دې وحشي خلكو دې پر مظلومو مسلمانانو ستا دا ارته نړۍ راتنګه كړې ده. ربه! د فلسطين مظلوم ولس وس ورسره نه رسېږي ته يې ننګه وكړه، ته يې مخه ونيسه، ته يې آه واوره.

اې ربه!

سمه ده چې موږ به ستا ګناهګار يو، موږ به ستا اوامر ته په وخت لبيك نه وي ويلى، هغه لارښوونې چې تا كړي موږ ټولې نه دي تر سره كړي، موږ ګناهګار يو، موږ نه سهوې شوي، خو ته ارحم الراحمین ذات یې، ته زموږ د مظلومو انسانانو ګناهونو ته مه ګوره، ته دې خپل فضل او کرم ته وګوره، د لویې پاچاهۍ له برکته موږ مسلمانان د دې روانو بدمرغیو نه نور خلاص کړه، پر مسلمانانو ډېره بده ورځ ده، د مسلمانانو وینې د نړۍ ناترسو واکمنانو ته هېڅ ارزښت نه لري. ته دوی د ظلم او وحشت نه نور خلاص کړه.

اې ربه!

اې د لویې واکدارۍ واکداره! اې له ظالمانو د مظلومانو انتقام اخیستونکيه ربه!

ته مې نور د وزیرستان د تور سرې حیا وساته، ته مې نور د سوات او باجوړ د میندو بچي وساته، ته مې نور د کندهار، لوګر، هلمند، زابل او فراه له مظلوم ولسه د وخت د ناترسو واکمنانو سوری لرې کړه، اې خدایه! ته نور په عراق، سوریه، لبنان او فلسطین کې د وینو د تویولو لړۍ ودروه، د فلسطین پر کړیدلي ولس خپل د رحم سیوری وکړه، د دوی له سرونو نه د ظالمانو لاسونه لنډ کړه، ته یې په حفظ او امان کې وساته.
په پای کې اې الله جل جلاله! ټولې هېلې مو تا ته دي، ته مو واکدار یې، ته مو دا سوي آهونه او فریادونه واورې، ته نور مسلمانانو ته عزت ورکړه. په ټوله اسلامي نړۍ کې د امن فضا حاکمه کړې، داسې فضا چې هر مسلمان پکې ستا عظیم نعمت (ژوند) په ‎پوره سکون سره تېر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد خالد ملکزی

ګرانه وروره محمدی صاحب ! ستاسې له دې درد او ګیلې څخه د ډکې لیکنې څخه مننه ! لوی څښتن تعالی دې په ژوند او قلم کې برکت واچوه . قرآن کریم ما او تا ته فرماَيی (( ألا إن نصر الله قریب )) سورة البقرة ــــــــــ الایة214 واقعیت دا دې چې لوې څښتن تعالی ډیر غیرتې ذات دی،کولاې شي چې پخپلو هوائي او ځمکني ځواکونو او بې شمیره فوځونو سره د نړۍ له دې بې واکه ظالمانو څخه انتقام واخلي…… آیا پخوا له دوي څخه د دوي په څير له ظالمو او مستبدو قومونو څخه ئې د مظلومانو انتقام… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

محمدی صاحب السلام علیکم : ستاسی لیکنه ، ستاسی د سوی زړه د فریادونو او اهونو تمثیل کوی ستاسی دعا د ټولو مظلومو مسلمانانو د زړونو او فریادونو ، معصومیت ا و مظلومیت نماینده ګوی ، بلکل همداسی ده او تر دی څو ځلی زیاته او زیاته ده چه تاسی ورته ګوته نیولی ، زه سوګند یادوم چه زه ستا لیکنی پرله پسی وژړولم . الله ج دی ستا دعاګانی او زمونږ د ټولو مسلمانانو دعاګانی قبولی کړی ، هره ورځ د بی ګناه او د معصومو بی وسو او بی دفاغ مسلمانانو د وینو سیلابونه جاری دی او د… نور لوستل »

محمدي

دواړو درنو ښاغلو، ملكزي او بيانزي صيب نه نړۍ مننه كوم!
ستاسو تبصرې مې ولوستلې له نيكې مشورې مو يو ځل بيا مننه كوم.
بيانزى صيب ستاسو نيوكه پر ځاى ده؛ خو د زړونو مالك الله جل جلاله دى چې زما موخه دا نه وه، كومه چې تاسو ورته نغوته كړې ده.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x