افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د ناټو له لوري د قاطع پرېکړې نه کېدل به «جدي مذاکراتو» ته زمینه برابره کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، د ناټو له لوري د عسکرو د ایستلو په تړاو د قاطع پرېکړې نه کول فرصت رامنځته کوي، چې له امله به یې د سولې مذاکرات په جدي ډول پيل شي او  حکومت به چاته په ننواتې ورنه شي.

غني چې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ د اړیکو د پياوړتیا تر عنوان لاندې ناسته کې يې وینا اوروله وویل، چې افغانستان تر بل هر وخت یوې پایدارې سولې ته نږدې شوی او په راتلونکو میاشتو کې به په دې برخه کې له ولسي جرګې سره دوامدارې مشورې کېږي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «د ناټو دا فیصله چې فیصله یې ونکړه، یو لوی پيغام دی او  ان شاءالله تعالی د هغو خلکو ادعاګانې چې غوښتل یې خلک ورته په ننواتې ولاړ شي، یا په تسلیمي؛ ختمېږي. اوس به ان شاءالله جدي مذاکراتو ته چې یو حل ته پکې ورسېږو، زمینه به ورته مساعده شي.»

د غني له لوري پورتنۍ څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو دفاع وزیرانو په خپله ناسته کې له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په تړاو قاطع پرېکړه ونکړه او ټینګار یې وکړ، چې د سولې خبرې چې په یوه نازک حالت کې دي باید بریا ته ورسول شي.

ناټو سازمان په افغانستان کې د خپلو عسکرو حضور د هیواد په وضعیت پورې وتاړه او یاده يې کړه، چې له افغانستانه د عسکرو په ایستلو کې دوه زړي دي او ویره لري که عسکر وباسي، افغانستان به بیا ځلې د «ترهګرو په ځاله» بدل شي.

ورته مهال طالبان بیا د دوحې هوکړې په عملي کېدو ټینګار لري او ګواښ کوي، که بهرنیان تر ټاکلې مودې زیات پاتې شي؛ په وړاندې به یې توند مقاومت وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

احمقه په خوله دي لاس ونیسه. ناټو په یو شکل د شکلو د طالبانو څخه دا خبره پټوي چي د می ۲۰۲۱ په میاشت وځي څو ته د صلحي په خبرو کي پر طالبانو یو څه برلاسی پیدا کړې او ته په خپلو احمقانه ویناوو بیا د دوئ لمن ورپورته کړې چي وځي خو وځي بې له شکه خو ښه کوي په خوله وایي چي موږ پاتیږو. ناټو وتل خو د امریکایانو په وتلو پوري مربوط دي او که امریکایان تر می ها خوا ته په افغانستان کي پاته سول نو هلته په امریکا کي به هم وسلوال مقاومتونه ورته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x