نظــر

ښايي اوسنيو وچکاليو کې د امريکا د پټې پروژې«هارپ» لاس وي

عبدالمالک همت

په دې ورځو کي د اورښتونو ځنډېدو او د ځمکي سربېره او لاندي اوبو لږېدو زموږ او ځينو نورو هيوادونو خلک زيات اندېښمن کړي دي. او دا اندېښني يې پر ځای دي، ځکه اوبه د لوی څښتن سبحانه له زښتو زياتو لويو نعمتونو څخه دي او د ژوند بنسټ باله سي، لکه چي لوی څښتن فرمايي: ﴿وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَي أَفَلَا يُؤْمِنُونَ﴾[الانبياء: ۳۰].

ژباړه: او له اوبو څخه مو (چي له پاسه د آسمان له خوا څخه ځمکي ته اوري) هر ژوندی شی (، لکه انسانان، څاروي او شينلي [نباتات]) پيدا کړ، نو آيا دوی (په دې باور نه کوي او پر يوه الله) ايمان نه راوړي؟

د اورښتونو نه کېده او وچکالي ډېره خواشينوونکې او د پام وړ خبره ده، ځکه پايلي يې ډېري ستونزمني دي. باور دی چي موږ ته دا د وچکالۍ او نور هر څه مشکلات زموږ د ناړو عملونو له امله دي او په دې ډول ډول کړاوونو کي د لوی څښتن له انذار او وېروني پرته بل څه نه دي، لوی څښتن په خپلو دغه ډول نښانو سره موږ په دې موخه چي له ناوړو کارونو لاس واخلو وېروي. د وچکاليو په هکله بايد وويل سي چي انسانان له ډېرو پخوا مهالونو څخه ور سره بلد دي، دا وچکالۍ ډول ډول لاملونه لري چي ټول د لوی څښتن له لوري دي، اوسنۍ وچکالۍ هم د لوی څښتن له خوا دي، خو ښايي لوی څښتن د دې وچکالۍ لامل د پخوانیو لاملونو برعکس د امريکايي طواغيتو د هارپ ( HAARP)   په نامه د يوې ډېري محرمي او خطرناکي پروژې دسيسه ټاکلې وي.

د هارپ په هکله معلومات:
(HAARP)  د (High Frequency Active Auroral Research Program)
مخفف نوم دی، چي معنا يې ده: په لوړ فريکانس ([1]) د فعال يونوسفير([2]) ياشفق څېړنيز پروګرام. دغه پروګرام په ظاهره لهELF/ULF/VLF  راډيويي څپو (امواجو) څخه په ګټه اخيستنه د يونوسفيراو تر ځمکه لاندي کانونو په اړه يوه څېړنيزه پروژه بلل سوې ده.

دغه پروګرام لومړی د فيزيک د ډاکټر برنارډ ايسټلنډ ( (Bernard Eastlundله خوا د صربي امريکايي نيکولا تسلا (Nikola Tesla) له څېړنو څخه په ګټه اخيستنه، په ۱۹۸۷ کال د موسمي مصنوعي بدلونونو په اړه په الاسکا کي د يوه څېړنيز مرکز په توګه رامنځ ته سو ([3]).

بيا په ۱۹۹۰ ع. کال د امريکې د الاسکا د ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور ټيډ سټیونس(Ted Stevens) د دې پروګرام په تصويب کي زياتي مرستي اوهلي ځلي وکړې اوپای يې د تاسيساتو جوړېده په ۱۹۹۳ کي پيل سول او په ۲۰۰۷ کال پای ته ورسېدل. د دې کار د تر سره کولو قراردادي BAE Advanced Technologies انګرېزی شرکت وو. او دا ټول تاسيسات د امريکې د هوايي او سمندري ځواکونو، د الاسکا د فيربانکس (Fairbanks) پوهنتون او د امريکې د دفاع وزارت اړوند )‏ DARPA) ايجنسۍ : Defense Advanced Research Projects Agency(د پرمختللو دفاعي څېړنيزو پروژو ايجنسي) له خوا په ګډه اداره کېدل.([4])

دغه سيسټم لومړی د ۱۸۰ ځانګړو المونيمي انتن برجونو څخه، چي هر يو يې ۵۰/۲۳ متره  لوړ وو جوړ سو، چي د امريکې د الاسکا ولايت د ګاکونا سيمي ته نژدې د امريکې د هوايي ځواکونو په اورشو کي په (۱۲ – ۱۶) هکټاره ځمکه کي واقع سوی دی.

دغه انتنونه تر لنډو څپو لوړي راډيويي څپې ELF/ULF/VLF   د ۳٫۶ مگاواټو ERP سره توليدوي او يونوسفير ته یې لېږي.

د دغو انتنونو هر يو د يو ميليون واټو په قدرت مرسلې ته تړلی دی. وروسته د دغو انتنونو شمېر ۳۶۰ ته جګ سو، چي له دې سره يې نهايي قدرت يو ميليارد ته ورسېد. دغه مرسلې د ۶ توربينونو، چي هر يو د ۳۶۰۰Horse power  ([5])  په قدرت تغذيه کېږي او هره ورځ ۹۵ ټنه مازوت([6]) مصرفوي([7]).

د ۲۰۱۴ کال په می کي د متحدو آيالتونو د پوځ هوايي ځواک خبر ورکړ چي د هارپ څېړنيز پروګرام به په ۲۰۱۴ کال کي وتړل سي، که څه هم د دغه کال په دوبي کي په دغو تاسيساتو کي ازميښتونه بند سول، خو د ۲۰۱۵ کال د اګست په منځ کي د دې تاسيساتو او د هغو د تجهيزاتو کنټرول په فيربانکس (Fairbanks) کي د الاسکا پوهنتون ته ولېږدول سو.([8]).

دا هم ويل کېږي چي دغه پروګرام د امريکې نور شاوخوا ۱۵ پوهنتونونه هم اداره کوي او ګټه ځني اخلي.

د هارپ په هکله د هارپ د ادارې رپوټ:
د ۱۹۹۶ کال د اګست په مياشت کي د هارپ د ادارې له خوا ۴۴ مخه رپوټ د امريکې هوايي ځواک ته وړاندي سو، چي سرليک يې دي : ” آب وهوا د متعدد او څو اړخيز ځواک په څېر“. په دې رپوټ کي ويل سوي دي چي امريکا څنګه تر ۲۰۲۵ کال پوري د ټولي نړي د هواپېژندني نظام تر ولکې لاندي راوستلو وړتيا درلودلای سي.

نړي والو داسي ګڼل چي دا د څېړني يوه اداره ده، خو د دغه رپوټ په ۲۱ مخ کي په څرګندو الفاظو ويل سوي دي چي: ”پر يونوسفير باندي تجربې په برياليتوب سره رواني دي او دا ټکنالوژي د دښمن پر ضد د اغېزمني وسلې په توګه استعمالېدلای سي“([9]).

د هارپ په اړه د ” برژینسکی“ څرګندوني:
د ”جيمي کارتر“ په وختو کي د امریکې د ملي امنيت مشاور”زبیگنیو برژینسکی“، پر آسمان او د يونوسفير پر لايه د آزادو الکترونونو د اغېز په هکله په دې عقيده دی چي هارپ د هغو هيوادونو چي د امريکې سره اتحاد نه لري د بې ثباته کولو لپاره يو ډول وسله ده. د هغه په وينا: ”له نوو ټکنالوژيو او هغو لارو چارو څخه په ګټه اخيستنه چي دغه ټکنالوزۍ يې د لويو هيوادونو په واک کي ورکوي، دغه هيوادونه کولای سي ان بې له دې چي خپل امنيتي ځواکونه خبر کړي چټکي او غافله کوونکي جګړې پرلاره واچوي“.

برژینسکي زياتوي: ”اوس داسي ټکنالوژۍ زموږ په واک کي دي، چي موږ د هغو په مرسته کولای سو په آب وهوا کي بدلونونه راولو او د وچکالۍ او توپان غوندي شرايط رامنځ ته کړو، چي دا کار کولای سي زموږ د اټکلي (احتمالي) دښمنانو ځواک بابېز کړي او زموږ د شرايطو منلو ته يې اړ کړي“.([10]).

په فضاکي پر نظامي څېړنو بنديز:
کله چي امريکې د ويټنام تر جګړې وروسته پر فضا باندي د اغېز تخنيکونو ته لاس رسی پيداکړ او د امريکې هوايي پوځ تر پنځو کالو د ځانګړو کيمياوي موادو په مټ د ويټنام په آسمان کي په ورېځو د کښتونو ويجاړولو او په ځنګلونو کي د لارو د ورانولو په موخه شديد سيلابي اورښتونه وورول او ډېر تاوانونه يې ورسول، نو د ملګرو ملتونو سازمان پر طبيعي چاپېريال باندي د اغېز ښندلو په موخه د هر ډول جنګي وسايلو، څېړنو او عملياتو او نورو الکټرو مقناطيسي تسليحاتو د کارولو د منعي ژمنليک  تصويب کړ او پر دې ژمنليک باندي شوروي اتحاد او متحدو آيالتونوپه ۱۹۷۷کال په ژنيو کي لاسليکونه وکړل، خو خپل چاروکي او خپل سري دولتونه، لکه د امريکې دولت لکه چي د ملګرو ملتونو او امنيت شورا نور ډېر پرېکړه ليکونه ماتوي، په دې اړه هم کومه ژمنه نه لري او په پټه ډېر پراخ فعاليتونه کوي. هارپ هم له هغو لسګونو پټو او مخربو پروژو څخه يوه ده چي د امريکايي سياستوالو له خوا يې ملاتړ کېږي او فعاليتونه او ورانوونکی ځواک يې ورځ تر بلي زياتېږي.([11]).

د هارپ په اړه د نړۍ والو اندېښنې:

په اروپاکي:
په ۱۹۹۹کال د اروپا پارلمان د هارپ په اړه ډېري استماعيه غونډي وکړې، د دغه پارلمان د بهرنيو اړېکو، امنيت او دفاع کميسيون د اروپا پارلمان ته په يوه رپوټ کي اندېښنه وښوول چي کېدای سي له هارپ څخه د يو ډول وسلې په توګه ګټه واخيستل سي. او په دې هکله يې د ملګرو ملتونو د سازمان د پرېکړه ليکونو په مفاد د عمل کولو غوښتنه وکړه. ([12]).

په روسيه کي:
په ۲۰۰۲ کال د روسيې د ”دوما“ ۹۰ تنو استازو غوښتنه کړې وه چي د هارپ غوندي غټو ژيو فيزيکي پروژو د رامنځ ته کولو په اړه يو ډول بنديز رامنځ ته سي. ځکه دا پروګرام به قدرت ولري چي په يوه بشپړه پوځي ځواک بدل سي، کوم چي د راډيويي څپو د لوړ فريکانس د ستر حجم په خپرولو سره د ځمکي پر ټوله کړه د اغېز ښندلو قدرت لري. ([13]).

د وينزويلا د مشر خبري:
د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په نيمايي کي د هايتي هيواد د پلازمېني پورتوپرنس په جنوب  کي د ۷،۳ ريخترو په قدرت زلزله وسوه. دغي زلزلې د ۳۰۰ زرو تنو په وژلو سره د بشريت په موډرن تاريخ کي د مرګانۍ زلزلې نوم خپل کړ. د وينزويلا مشر هوګو چاويز متحد ايالوتونه تورن کړل چي دغه زلزله يې د هارپ د تاسيساتو په مټ رامنځ ته کړې ده او په دې کار سره غواړي (نعوذ بالله) د لوی څښتن (سبحانه) پېښې وکړي.

پرس ټلويزيون د وينزويلا د يوي ويب پاڼي يوه ناتاييد سوی رپوټ په خپرولو او له يوې روسۍ سرچينې څخه په نقلولو وويل : د امريکې سمندري ځواک هوډ درلود د هارپ له پروژې څخه په استفاده په ايران کي يوه زلزله رامنځ ته کړي، خو په تېروتني سره هايتي د هارپ د زلزلې رامنځ ته کوونکو څپو وځپی.([14]).

په ايران کي:
زموږ په ګاونډي هيواد ايران کي د هارپ په اړه زيات شمېرمسلکي پوهان، عالمان، بېلي بېلي رسنۍ او عام خلک د ايران د دولت د رسمي پاليسۍ خلاف نظر لري. دوی دا پروژه د هيوادونو د بې ثباته کولو او د ايران پر ضد د پټو موخو د تر سره کولو لپاره بولي. بېلی بېلی رسنۍ د هارپ او له دې پروژې څخه د امريکې د شومي ګټي اخيستني په هکله ډول ډول ليکني او دلايل خپروي. موږ به د دې ليکنو له ډلي څخه څو داسي کرښي راواخلو چي په برېښنايي رسنيو کي په ۱۷ مقالو کي په تکرار سره راغلي دي:

” ځيني په دې باور دي چي امريکا په پټه د هارپ له پروژې څخه د ايران پر ضد ګټه اخلي او د وچکالۍ، د اوبو د لږوالي او د هوا د زياتي ککړتيا او … د علت ريښه په دې پروژه کي ده. د ژوندانه د چاپېريال څو پيښو ته په کتو، لکه د اروميه د سيندګي وچېده او د ډېرو سيندونو د اوبو لږېده، لکه زاينده رود او … چي په تېرو لسو کلونو کي پېښي سوي دي، دې پايلي ته رسېږو چي دا خبره ښايي بې بنسټه نه وي. ځکه امريکا د ايران پر دولت او ولس باندي د بنديزونو په بهير کي د فشار راوړلو لپاره له هري وسيلې څخه ګټه اخلي“.([15]).

ښه، دا خو د ايران د خلکو خبري دي، پخپله د ايران د دولت دريځ څه دي؟ د ايران دولت د امريکې د هارپ په تخريبي ماهيت ډېر ښه پوهېږي، خو په ظاهره د زلزلو په هکله د دې ټکنالوژۍ له اغېز څخه انکار کوي.

له بله پلوه د ايران په ډېرو نادولتي رسنيو کي له ډول ډول ليکنو څخه ښکاري چي ايران د امريکې د هارپ په وړاندي ان په ۱۳۸۹ کال د خپل هارپ په جوړولو لاس پوري کړ، ليکن داسي نه ښکاري چي دا کار دې سرته رسولی وي، ځکه په ايران کي د «روزنامه خراسان» په نامه يوې رسنۍ چي پر انټرنيټ هم خپرېږي په دې وروستیو کي د « هارپ په ايران کي راتلونکي څېړنيز پړاو ته ننوت» تر سرليک لاندي کاږي: د جمهوري رياست د مرستيالۍ د اوبو د ټکنالوژۍ د پراختيا، وچکالۍ او د ژوندانه د چاپېريال رئيس وويل: د هارپ د ټکنالوژۍ په اړه د مطالعې لپاره د علمي مراکزو د کار کولو اړتيا ته په پام سره د تهران په پوهنتون کي د «هارپ» څېړنکې ډله رامنځ ته سوه. ([16]).

خو دا هم کېدای سي چي ايران پر دې پروژه له پخوا څخه کارپیل کړی وي او دا اوسنۍ خبري يې هم د دغي پروژې په اړه وي.

د هارپ په هکله د پوهانو څرګندوني:
د دې پروژې پر ضد پخپله د امريکې او د نړۍ د ګوټ ګوټ نامتو عالمانو، ساينسپوهانو او څېړونکو ډول ډول علمي او تخصصي کتابونه او په سلګونو مقالې ليکلي دي، موږ به دلته د هارپ په اړه د څو تنو نظرونه په لنډو ټکو کي وليکو:

۱. دکتور نيک بګيچ (Dr.Nick Begich) د امريکې له پياوړو پوهانو څخه دی. او د هارپ د پروژې د پټو فعاليتونو په اړه سخت او ډېر جدي اعتراضونه کوي. هغه د Jeane Manning سره په ګډه د هارپ د پروژې په هکله د “ANGELS DON’T PLAY THIS HAARP” (ملايکي دغه چنګ [د ساز آله] نه ږغوي) ([17]). کتاب وليکی. هغه په دغه کتاب، نورو مقالو او بيانيو او غونډو کي په وارو وارو په ډاګه کړې ده چي دغه ټکنالوژي د داسي ځواک درلودونکې ده چي د ډېرو راډيويي څپو په توغولو سره کولای سي پر ځينو سيمو باندي د وړانګو په ترکيز او د هغو په ګرمولو سره دغه سيمي له يونوسفير څخه بېلي کړي. بيا متوجه سوي الکترو مقناطيسي څپې کولای سي بيرته ځمکي ته راوګرځي او هر څه، مړه او ژوندي ټول وسوځي. ([18]).

دکتور نيک بګيچ دا هم وايي چي : د امريکې د هوايي ځواک د تجهيزاتو ۴۰ سلنه بودجه په پټو پروژو لکېږي. دغه پروژې تر دې کچي امنيتي او پټي دي چي ان د امريکې کنګره هم د هغو د بشپړو اړخونو او ابعادو څخه خبر نه لري. لنډه دا چي په نومړي کتاب کي د هارپ پټ اړخونه د يوې وسلې په توګه په هر اړخيز ډول څېړل سوي دي. ([19]).

۲. د روسيې د توغنديو او توپونو د پوهنو د اکاډمۍ د رئيس مرستيال ډکټور کنستانتين سيو کوف په خپله يوه مقاله کي چي تېر کال Military-Industrial Courier خپره کړه ويلي: د امريکې هارپ منظومه کولای سي په ټاکلو سيمو کي هوا ته بدلون ورکړي او د ځمکي دمخ په پراخو سيمو کي د ځمکي پر باندني او طبيعي حالت او پر هواباندي اغېز وکړي، ان کېدای سي د ځمکي پر دننه (باطن) هم اغېر وښندي. دغه حالت دا ستونزه هم رامنځ ته کوي چي اوسمهال د دې امکان هم نسته چي له دغسي پيښو څخه دمخه خبرتيا ترلاسه سي. د ځمکي د هر ګوټ په اړه چي هارپ په کار واچول سي اغېز به پر کوي او که د هارپ له پېښو څخه د خبرتيا لپاره کومي لاري هم پيدا سي، بيابه هم د هارپ منظومه د يو ډول جيو فزيکي او فضايي قوي وسله وګرځي. دا ليري نه ده چي په راتلونکې کي به هارپ د داسي يو ډول وسلې په توګه را څرګنده سي چي د فضايي آفتونو پر رامنځته کولو او د دښمن لور ته به د هغو پر برابرولو قدرت ولري ان کېدای سي چي د خمکنيو زلزلو ښکار يې کړي. ([20]).

۳. پروفیسورمايکل چوسودوفسکی(Michel Chossudovsky) د (Global Research) په نامه يوه انلاين ژورنال کي د هارپ په اړه یو لړ جزئیات او عکسونه خپاره کړي دي، وایي : د ۱۹۹۵ کال راهيسي د جنوبي کوریا، کیوبا، افغانستان، عراق او د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ آسیا جمهوريتونو چي متحد ايالتونه يې ”خپل سري دولتونه“ بولي، د آب و هوا د ناسموالي او ټکني کېدو له امله زياتي ستونزي وګاللې.

ددغو هيوادونو خلک یې د زیات شمېر سیلابونو او وچکاليو سره مخ کړي دي، دغه ناسمه آب وهوا ددي هيوادونو د کرني او زیر بنايي تاسيساتو د تخریب لامل ګرځېدلي دي او په میلیونونو انسانانو یې د وچکالۍ او کاختۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي دی. ([21]).

د دغو پورتنيو پوهانوغوندي په لسګونو پوهان سته چي د امريکې د نړي خور امپرياليزم د دغي شومي وسلې هارپ پر ضد يې خپل ږغونه د ليکنو، بيانونو، مرکو، غونډو او داسي نورو له لاري پورته کړي دي.

په ټوله کي د پوهانو باور دادی چي په دې وروستيو کلونو کي چي دا ډېري عجيبي پېښي رامنځ ته سوي دي بې له يوه داسي الکترو مقناطيسي عامله چي په قصد سره په کار اچول کېږي، بل څه نه سي کولای د هغو لامل وي. د آب وهوا بې ساري بې نظمۍ، بې وخته اورښتونه، بې ساري توپانونه، د لويو او کوچنيو زلزلو ډېرښت، د اورښتونو نه کېدل او وچکالۍ، بې ساري ستري سونامۍ، له سمندرونو څخه لېري د ښارونو پر سړکونو باندي د ډېرو مړو کبانو راغورځېدل، د چيلي د ځينو سمندرونو په څنډو کي د زرګونو کبانو اريانوونکی مرګ، د امريکې په ارکانزاس ايالت کي د سل ګونو زرو کبانو مرګ، د امريکې د ”چزاپیک“ په خليج کي د ميليونونو کبانو مرګ، د برازيل په سواحلو کي د سوونو ټنو کبانو مرګ، په انګلستان کي د لس ګونو زرو چارپايي چنګاښانو مرګ، د فارس په خليج کي د بېخي ډېرو دلفينونو مرګ، په اسټراليا کي د نهنګانو ډله ييز مرګ، د سويډن له آسمان څخه د ډېرو سوځلو کارګانو رالوېدل، د امريکې په لوئيزانا او کنتاکي ايالتونو کي د سرو، تور وزرو مرغانو د مړو جسدونو اورښت او د داسي ډول ډول ناروغيو او وايرسونو رامنځ ته کېده چي پخوا يې چا تصور هم نه کاوه. له دغو پېښو څخه هيڅ يوه هم طبيعي حالت نه لري او ښايي د هارپ د ازميښتونو او په قصد سره د ځينو پټو کړنو او بريدونو له امله وي.

کېدای سي ځيني د دې پېښو لاملونه د ګلخانه يې ګازونو اغېز وبولي او د قطبي کنګلونو ويلي کېده او په بې سارې توګه د ځمکي په ځينو برخو کي ډېر سخت ساړه او يا ډېره سخته تودوښه هم د ځمکي د کرې په تودېدو پوري وتړي، خو زه فکر کوم چي دا هر څه ښايي د امريکې د شومو او ښکېلاکي موخو د ترسره کولو لپاره د هارپ له تاسيساتو څخه د بدي ګټي اخيستني له امله وي او د ځمکي د کرې تودېده د هارپ د مخربي ټکنالوژۍ څخه د نړي والو د پام اړولو په موخه د امريکايانو ډنډوره وي، يابه دا هم وي او د هارپ اغېزي هم.

او زه دا فکرهم کوم چي زموږ په ګران هيواد کي په دې وروستیو کلونو کي دا د اورښتونو نه کېدل او وچکالۍ، يا بې وخته شديد او رښتونه او له امله يې ورانوونکي سیلاوونه راوتل، د ځمکي دننه د اوبو کښېنستل، د کال د څلورو فصلونو ګډوډېدل او دا ناپېژانده او بې مخينې په عجيبو او غريبو نومونو مرګوني ناروغۍ او وايرسونه او داسي ډېر نور، ټول په دې هيواد کي د امريکي د پټو ازموينو او د هارپ او نورو وسلو د کارولوله امله دي او ښايي په راوروسته کي، د جګړې او نيواک د جنايتونو پرتاوانونو سربېره نور تاوانونه هم راورسوي والله اعلم.

له دې ټولو ناخوالو څخه زموږ د ژغورني يوازينۍ چاره داده چي امريکايان له خپلي خاوري هر څه ژر وباسو، ټولي اړېکي ور سره غوڅي کړو او د ټولو دښمنانو په وړاندي خپل کورنی او بهرنی سياست د ايران او ماليزيا غوندي طرح او بلی کړو.

والسلام

([1])- (Frequency) وار وار پېښېده، تکرار، سرعت . Pashto Dictionary

([2])-(Ionosphere)  یونو سفير (د ځمکي د کرې د فضا وتلې برخه چي له شاوخوا ۵۵ کيلو مترو لوړوالي څخه پيلېږي او د څو لايو درلودونکې کېږي. د یکشنری آنلاین آبادیس.

 

([3])- وګورې په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : التحكم فى الطقس: حقيقة أم خيال؟، دغه يې پته ده:  https://www.t-rexmag.com/2017/12/Climate-Control.htmlاو وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي معلومات: زمینی خطائیں آسمانی بلائیں!! ، دغه يې پته ده:

https://mushahida.com/article/20598/Zymshah-Syed-

([4])- وګورئ په انټرنيټ کي : تر دغه سرليک لاندي معلومات: برنامج البحث الشفقى النشط عالي التردد

frequency_Active_Auroral_Research_Program  دغه يې پته ده: https://wikiarabi.org/wiki/

([5])- د موټر او انجن د قوې د اندازه کولو واحد  يو ډول د قوت واحد، د آس قوت.

([6])- په انګرېزي Mazut يو ډول تېل دي، دا د کورو، حمامونو، تنورونو، ډېزل موټرونو او نوروکي کارول کېږي.

([7])- وګورې په انټرنيټ کي په بوابة صوت بلادى بأمريكا کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : ياسر دومة يكتب: مملكة ابليس – هارب، دغه يې پته ده:

https://voiceofbeladynews.com

او وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي معلومات: برنامج البحث الشفقى النشط عالي التردد

frequency_Active_Auroral_Research_Program  دغه يې پته ده: https://wikiarabi.org/wiki/

([8])-  وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : ارتباط بین «هارپ»، زلزله و خشکسالی! دغه يې پته ده:   https://www.magiran.com/article

([9])-  په انټرنيټ کي د دغه رپوټ بشپړ متن، دغه يې پته ده:

https://apps.dtic.mil/dtic/tr/fulltext/u2/a333462.pdf

([10])-  په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله :

([1])-  وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : الإرهاب المناخي الأمريكي ( هارب ) من أبشع أنواع الإرهاب، دغه يې پته ده:   https://www.gerasanews.com/print

او د ملګرو ملتونو سازمان په ويب پاڼه کي د ياد سوي ژمنليک متن، دغه يې پته ده:

http://www.un-documents.net

([1])- وګورئ د اروپا د پارلمان په ويبسايټ کي، تر دغه سرليک لاندي رپوټ : Report14 January 1999on the environment, security and foreign policy

دغه يې پته ده: https://www.europarl.europa.eu

([1])- وګورئ په https://fa.wikipedia.org/wiki: کي د هارپ تر سرليک لاندي ليکنه.

([1])- پورتنی مأخذ.

([1])- وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : بررسی علمی و تخصصی پروژه هارپ و نقش آن در ایجاد زلزله های اخیر ایران، دغه يې پته ده: http://stnews.ir/content/news

([1])- وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : «هارپ» در ایران وارد مرحله آینده پژوهی شد ، دغه يې پته ده: http://khorasannews.com

او تر دغه سرليک لاندي مقاله : ایران پروژه هارپ را کلید زد، https://www.tarafdari.com/

او تر دغه سرليک لاندي مقاله: از پروژه سری فناوری هارپ آمریکا چه می دانید؟ دغه يې پته ده:

https://click.ir/1395/09/02/is-america-using-harp-secret-project-against-iran/

([1])-  هارپ په انګرېزي کي د ساز د يو ډول آلې نوم هم دي، چي دغي آلې ته په فارسي چنګ وايي.

([1])-  وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : مشروع هارب لحروب المناخ، دغه يې پته ده:

http://www.alhalnews.com/print.php?id

([1])-  وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : هارپ سلاح جدید در جنگ‌های آینده؟ دغه يې پته ده: https://www.tabnak.ir/fa/news ([1])- وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : خبير عسكري: سلاح الولايات المتحدة “الجيوفيزيائي” لا يمكن التنبؤ به، دغه يې پته ده:  https://arabic.rt.com/technology ([1])- وګورئ په انټرنيټ کي تر دغه سرليک لاندي مقاله : Wildfire Armageddon: NOT the ‘new normal’ if we stop weather war.، دغه يې پته ده:  httpshttps://stop-weather-war.net

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

الله په قرآنکریم کی فرمایی : ظَهَرَ الْفَسَادُ فِى الْبَـرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَيْدِى النَّاسِ لِيُذِيْقَهُـمْ بَعْضَ الَّـذِىْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُـمْ يَرْجِعُوْنَ .سوره الروم آیات ۴۱ترجمه:ظاهرسو فسادپه وچه اودریاب کښی په وجه دهغه څه چه کړی دی لاسونودخلکودپاره ددی چه دۍ(الله) وڅکوی دوی ته مزه دځینوهغه څه چه دوی کړی دی دپاره ددی چه دوی بیرته راوګزی. نوهرڅه زموږدخپلوعملودی که توبه ونکاږواودقرآنکریم پراحکاموځانونه برابرنکوهیڅکله به نسوخلاص – دغه چه ځانونه په اوږدوږیرواوسپینوکالوځانونه عالمان بولی دوی خودقرآنکر یکیم په معنی نه پوهیږی نوڅوک به موږدقرآنکریم پراحکاموبرابرکی ،په ایران کی دوی دقرآنکریم له عالمانوشوراجوړه کړی ده ټول هدایتونه هغه ورکوی اوملت یی عملی… نور لوستل »

محمد

د عالمانو خبرو ته پوره توجه په کار ده او ښه ځان باید په وپوهوو – خبره باید ګونګه نه وي ، مطلب باید واضح وي ، د علماؤ توهین کول ډیره بده خبره ده – د ایران د شوری وضاحت هم نسته – ایا اهل سنت عالمان هم د دغه ایراني شوری څخه پوهه لاسته راوړئ ؟– هدانا الله تعالی الی صراطه المستقیم

هدی

محترم استاده، پرقلم دي برکت سه! رښتیا چي په زړه پوري او مهمه څېړنه موکړې ده.په ګران هیواد کې دامریکایانو شتون په هرصورت ضرر او تاوان دی.

ملا جانان

کله چي پر دې مسائلو لیکني کیږي، غوره دا ده چي مهم بنسټیز تخنیکي معلومات هم د لوستونکو سره شریک سي څو عقیدوي مسئله ځني جوړه نه سي. په ځمکه او نورو سماوي اجرامو کي موسمي او اقلیمي شرایط او په هغوئ کي بدلون د دې اجرامو یو له بله سره فاصلو، په مدارونو کي د هغوئ خط سیر او نورو داسي فکټورونو پوری مربوط دي چي د الله تعالی د تکویني او تشریعي اوامرو لاندي فعالیت کوي. چي هغه د بشر د کنټرول تر وس ډیر لوړ دي. کومه موضوع چي ښاغلي لیکوال راخیستې ده هغه په یوه ټاکلي… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x