
جرمني په افغانستان کې د خپل نظامي حضور په تړاو پرېکړه کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): تمه ده د جرمني ولسي جرګه نن په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د دوام او یا هم پای ته رسولو په اړه پرېکړه وکړي.
د رسنیو د راپورونو په اساس، جرمني چې دا مهال په افغانستان کې نږدې یو زر درې سوه (۱۳۰۰) عسکر لري، د مارچ په میاشت کې يې د پوځي حضور موده پای ته رسېږي او اوس داسې ویل کېږي، چې ښایي تمدید کړل شي.
رویټرز خبري اژانس د جرمني د دفاع وزیرې له قوله ویلي، چې د جرمني پارلمان ښايي په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د دوام په برخه کې موافقه وکړي او د پوځي ماموریت تمدید کړي.
د جرمنې دفاع وزیرې له افغانستانه د ناټو او امریکایي ځواکونو چټک وتل د افغانستان په زیان بللي او د ناټو د موافقې په صورت کې يې په افغانستان کې د جرمني د پوځي حضور غځولو ته چمتووالی ښودلی دی.
جرمني داسې مهال په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په اړه پرېکړه کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.
ورته مهال د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره لاسلیک کړې هوکړه بیا ځلې ارزوي او ناټو هم له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ایستلو په برخه کې دوه زړې ښکاري.
د ناټو سازمان د غړو هیوادونو دفاع چارو وزیرانو تېره اوونۍ ګډه ناسته وکړه او داسې تمه وه، چې د افغانستان په اړه به پرېکنده پرېکړه وکړي؛ خو ناټو سازمان د افغانستان د سولې پروسې د بریا هیله څرګنده کړه او په دې برخه کې يې پرېکړه راتلونکې ته پرېښوده.
ورته مهال طالبان بیا د دوحې تړون پر عملي کېدو ټینګار لري او ګواښ کوي، که بهرني عسکر له شوي تړون سره سم له افغانستانه ونه وځي، په وړاندې به یې توند مقاومت وشي.
د جرمنې هیواد په حاکم حلقه کې ٗ ډیرې هغه کسان دې ٗ چې یا مور او پلار ئې معلوم نه دې ٗ یا اولاد نلرې ٗ یا نارینه ئې ښځي نلری او ښځینه ئې میړونه نه لرې او یا ښځو له ښځو سره او نارینه له نارینوو سره ودونه کړي . د اخلاقو له پلوه ډیر رذیل او سپک خلک دې . دوي د خپل په خلکو هم ظلم کوي. په تیره د کورونا په فعلی حالت کې له ناراضو او مظاهره چیانو سره که ښځه وي او که نارینه ٗ زوړ وي او که ماشوم ٗ ډیر کلک… نور لوستل »