افغانستان

امریکايي ځواکونو له حکومت سره د سلګونو نظامي وسایطو مرسته کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت دفاع وزارت وایي، د امریکا له لوري ورسره د سلګونو نظامي وسایطو، هاموي ټانګونو او رینجر موټرونو مرسته شوې ده.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي لوري د کابل حکومت د دفاع وزارت اړوند «لوژستیک قومندانۍ» کې له حکومت سره د نویو جنګي وسایطو مرسته وکړه او ۳۰۴ هاموې ټانګونه، ۴۳ رینجرې، ۲۳ ایمبولانسونه او ۱۷۰ موټرسیکلونه یې حکومت ته وسپارل تر څو سیمه ییزو قول اردوګانو ته ولېږل شي.

د دفاع وزارت مرستیال «شاه محمود میاخېل» له امریکایي لوري مننه کړې او د دولتي ځواکونو د وړتیاوو لوړول یې د دفاع وزارت لومړیتوب بللی دی.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د امریکا له لوري له حکومت سره د تازه نظامي مرستو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی؛ خو دا مرستې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی او دواړو لورو ژمنه کړې چې په مذاکراتو کې به ځنډ نه راولي او ناستې به  روانې ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د جوبايډن اداره دفع الوقت کوي، د افغانستان په اړه په دې مبهم سياست سره غواړي افغانان وغولوي، څو هغوی څه مهال نور هم د جګړې په هکله زړه نازړه او ساړه وساتي. د کابل د حکومت سره دغه مرستي دا جوتوي چي د جوبايډن اداره کابل حکومت د اوږدې جګړې لپاره پياوړی او چمتو کوي. داسي ښکاري چي دښمن خپل ځواکونه آرايش کوي، خو دښمن ته د دې کار لپاره وخت ورکول ښه نه بلل کېږي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x