افغانستان

سپینه ماڼۍ: بایډن پر افغانستان د طالبانو واکمني نه غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ماڼۍ  وایي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او یا هم هلته د پوځي حضور د مودې د غځولو په تړاو بحثونه روان دي؛ خو بایډن نه غواړي طالبان پر افغانستان واکمن شي.

د سپيني ماڼۍ د مطبوعاتي برخې مشر «جان کربي» په واشنګټن کې يوې خبري ناستې ته ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو په سپینه ماڼۍ کې  بحثونه روان دي او په راتلونکې کې به یې په اړه پرېکړه کېږي.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا بایډن به په افغانستان د طالبانو پر واکمنۍ خوښ وي؛ وویل «زه نه غواړم په دې اړه څه ووایم. خو فکر نه کوم، هغه به په دې کار خوښ وي، البته په دې اړه خبرې روانې دي؛ نه غواړم تر پرېکړې وړاندې څه ووایم.»

ورته مهال غربي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د بایډن اداره د افغانستان په اړه د تازه پالیسي په جوړولو او د دوحې تړون په ارزولو بوخته ده او په نږدې راتلونکې کې به په همدې تړاو خپله پالیسي اعلان کړي.

د دوحې تړون چې د تېر میلادي کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې  د طالبانو او امریکا  تر  منځ لاسلیک شو، په اساس یې باید ټول بهرني ځواکونه د می میاشتې  تر پایه له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

که طالبان واقعاً دافغانستان آرامی اوطرقی غواړی بایدپخپل تشکیل کی مسلمان مکتب ویونکی تعلیم یافته ورګډ کی مرکزی شوراوی په ټولوولایتوکی بایدددوی په قدرت کی وی سیاسی حکومتونه مسلمانودمکتبوتعلیمیافته وو ته وسپاری دوی په حکومت نه پوهیږی اونه ددنیاحکومتونه په دوی باورلری ولی لکه دتیر۹،۱۱مصیبت چه دقرآنکری له رویه هم غټ جرم دۍ اوسیاسی طورهم دملک دپاره لوی مصیبت ووولی دوی مکتب ندۍ ویلی چه دامریکاقوت یی دافغانستان په مقابل کی سنجولۍ وای انګریزانودامریکاسره دآیرلنډ په باره کی اختلاف درلود د I s I ) په ذریعه یی ددوی له ناپوهۍ استفاده وکړه دامریکامخ یی افغانستان ته واړاوۍ – که… نور لوستل »

احمدشاه

عبدالواحده ته عبدالواحد نه یی ته غروال یی

دوکتور غروال

دادستا غیری اسلامی او انسانی ادعا دی چی پر یو لیکونکی باندی داسی هوائي تور ولګوی او کوشش کوی چی ددی لاری څخه فتنو ته زمینه برابره کړی ، دا ډول ددرواغو ادعاګانی د افغانستان راپیداشوی مشکل دوامداری لپاره یوازی د اجنبیانو ته مرسته کوی ځکه اجنبیان د بی اتفاقیواو بی اعتمادیودوامداری لپاره دداسی فتنه ګرو په وسیله پر مخ بیائي !!!!

دوکتور غروال

همداسی دی ! په سرزوری ، جهل او ظلم حکومت کول غیری ممکن دی او دداسی شرائيطو لاندی عینآ د شوروی یا چینائي کمونیزم به د طالبنیزم کمونیزم شکل رامینځ ته کړی او دا به صادق مسلمان ملت هیڅکله ونه منی او همدارنګه به اسلام مبارک دین به د عربو شرابی شیخانو څخه حتی زیاتره نړۍ کښی د بدنامی سره مخامخ کړۍ شی پس ددی تباه کوونکی اقدام باید مخنیوۍ وشی او دی خوا کښي طالبانو اوس باید د تجروبو څخه څه زده کړی وی او افغانی اصیلتوب ته راشی!!!!

پتنګ

کریم جانه زوړ شوې خو مسلمان نشوې !! ستا بوین ظاهر شاه چې دکوچني هلک استعداد یې هم ‌نه لاره او خپل چرص به یې څکول ، څه وکړل ؟؟ هیواد اولس یې دې سرحد ته را ورساوو ! لکه کونډه ښځه ناندری او تهمت مه وایه ، دحل لاره پيدا کړه ، ستا نظر څه شی دی ؟؟؟

دوکتور غروال

پتنګ جانه ، ستا د پنجابی پاکستان قیدانی مسلمانی مبارکه شه او دا د فریبی مسلمانی د ستا وی او ددی څخه هر اصیل مسلمان افغان کرکه لری ! بلی تاسی ته باید معلوم وی چی ظاهر شاه چرسی وو ځکه تاسو دده سره ډیر ګډ وخت تیر کړۍ دی لدی کبله طالبانو ځانونه د ظاهرشاه لښکر تبلیغ کولو ته مجبور کړی وو اودا سوء استفاده ئي ځکه وکړه او همدارنګه د کابل غلامانو هم هغه د فریبی لپاره کابل ته راوستلو که هغه بویناک وای اود کوچنی هلک استعداد ئی درلودای نو نه به طالبانو او نه به د… نور لوستل »

پتنګ

کریم جانه په وین / ویانا کې له قالین فروشو سره زوړ شوې خو عقل دې زډه نکه !! انډیواله زه له پښتو پختو وېیونکو څخه نفرت لرم ، دوی په هره کاسه کې لکه مچان اخته او چیرې یې چې ګټې وي هلته لګیا وي ، نه یو دین لري نه غیرت، په هرچا ځان خرڅوي ، چېرې یې چې اقتصادي ګټې وي ، شرم او حیا ټوله ترې لاړه شي ! هغوی چې د طالبانو په مهمانخانو کې به یې له کابله ــ تر کندهاره شپې کولې اوس ټول ستا غوندې د پنجاب ریتوریک کاروي ، څوک رئیسان… نور لوستل »

دوکتور غروال

پتنګ جانه ، په ویانا کښی کمونستان ، تنظیمونو ډلګګۍ او اوسی ددی ډلګګیو څخه ځینی طالبانو خواته شوی دی او د تنظیمونو ډلګګۍ او کمونستان سره متحد شوی دی ، کله چی طالبانو ماسکو خواته مخه کړه نو ځینی کمونستان هم د طالبانو خوا ته تشویق شول اما په واقعیت کښی ددی ټولو ډلګګیو عناصرو مقابل کښی واضح دریز معلوم وو او دی ولو چی ددوی سره ډیر کومکونه هم شوی دی چی پدی کښی قالین فروشان هم شامل دی، په هر صورت د ستا هوائي د ملاګی نیک محمد نام د تاسو څخه داولنی ځل لپاره اورم ،… نور لوستل »

عبدالمالک همت

بايډن په ګران افغانستان کي د خدای د سپاهيانو واک څه چي په ګرده نړۍ کي صرف د يوه مسلمان ساده شتون هم نه غواړي، خو لوی څښتن دغسي وس دغسي ټيټو طاغيانو ته هيڅ نه ورکوي. فرعون چي د خپلو پوځونو سره په موسی او د هغه په پيروانو پسي ځغاستی لوی څښتن موسی او د هغه پيروان تر سيند سلامت وايستل او ويې ژغورل، خو فرعون او د هغه پوځيان يې په همدغه سيند کي غرق کړل او ګردسره يې له منځه يووړل. تاسي د همدې کرونا په هکله فکر وکړئ، لوی څښتن په همدې وايرس په امريکا… نور لوستل »

هيښ ويښ

بايډن دې خپل جنجال د ټرامپ سره حل کړي . دا د افغان اولس تصميم او فيصله ده چې څه شان ، تر کوم نامه لاندې ، په کومو اصولو او معيارونو خپل دولت او حکومت جوړوي . افغانان هم ځان ته دا حق نه ور کوي چې په امريکا کې کوم حکومت ورته د منلو دئ او کوم نه . د افغانستان شرايطو او حالاتو ته په کتو افغان اولس بې له طالبانو بل بديل او سيال د راتلونکي زعامت له پاره نه لري چې د شلو کالو مردارۍ ، بې سرۍ ، بې نظمۍ ، شر ، فساد… نور لوستل »

دوکتور غروال

بایدن ته ډیره ښه رهنمائي ورکړ شوی دی !!!!

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو ! لږ د خپل وجدان سره محاسبه وکړی وجدان هغه درونی محکمه ده چه سړی ملامتوی یعنی وجدان تل شو کړنو ته هڅوی او په بدو کړنو یی ملامتوی خو دا هله کیږی چه یوه دره ایمان هم د هغه کس په زړه او دماغ کی وی ، نو نوجدان تری رحلت نه کوی کله چه یوه ذره ایمان هم ورته پاتی نه شی، هغه بدن خبیث ګرځی په خبیث بدن کی وجدان نه شی وخت تیرولی د تل د پاره رحلت کوی دا هغه وخت دی چه الله ج یی په زړه مهر لګوی هغه کس… نور لوستل »

دوکتور غروال

پدی کښی هیڅ شک نشته چی کمونیستانو څخه نیولی تر تش په نامه تنظیمونو ، دیموکراتانو او طالبانو په افغان ملت دوزخی اور بل کړۍ دی او تر څو چی حقیقت د فریبی ځای ونه نیسی او واضح نشی چی دا دسلاحګانو عناصر د ملت د ارمانو لپاره راپورته شوی وو او دی که دوی د اجنبیانو په مختلفو فریبیو سره دا پلان شوی مخالفتونه او عینی وخت کښی ملاتړی د څه لپاره صورت موندلۍ دی او پدی کښی کوم لعنتی هدفونو ته رسیدل غواړی ؟؟؟ او تر څو چی د کمونیستانو ، تنظیمونو ، دیموکراتانو او طالبانو د بنیادی… نور لوستل »

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x