نړۍ

اسرائيل هغو هېوادونو ته د کرونا وړيا واکسين ورکوي، چې خپل سفارتونه بيت المقدس ته ولېږدوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): د اسرائيلو «کان» ټلويزوني شبکې ويلي، د اسرائيلو حکومت هوډ لري، چې کوم هېوادونه بیت المقدس ته خپل سفارتونه ولېږدوي، دوی به د کرونا واکسين په وړيا توګه ورکړي.

د کان ټلويزوني شبکې په وينا لږ تر لږه پنځو دولتونو ته به د اسرائيلو جوړ شوی کرونا واکسين په وړيا توګه ورکړل شي.

د يادې ټلويزوني شبکې خبريالې ويلي، تر اوسه يوازې لومړی وزير بنیامين نتنياهو او د هغه نږدې کړۍ له دې هوکړې خبر دي او د لومړي ځل لپاره به دا واکسينونه هندوراس، ګواتيمالا، چيکا او مجر هېوادونو ته د اسرائيلو دا ډالۍ ورکړل شي.

کان شبکه وايي، د هندوراس هېواد يوه الوتکه هم د اسرائيلي واکسين تر لاسه کولو لپاره پلازمېنې تل ابیب ته رسېدلې ده.

رپوټ زياتوي، چې د اسرائيلي واکسينو د وړيا تر لاسه کولو هېوادونو شمېر به پنځلسو ته ورسېږي او دغه ټول هېوادونه به په سياسي ډول د اسرائيلو ملاتړ وکړي.

د اسرائيلو لومړي وزير خبريالانو ته ويلي، چې په اسرائيلو کې د امريکا مودیرنا شرکت د واکسينونو زېرمې د اسرائیلو له اړتيا زياتې دي او کولی شي، چې د مرستو په توګه يې نورو هېوادونو ته ورکړي.

د اسرائيلو هارټس ورځپاڼې هم په دې اړه په يوه رپوټ کې ويلي، چې د افریقا موريتانيا هېواد هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې اسرائيل به په وړيا توګه د کرونا واکسين پنځه زره ډوزه ورکړي او اسرائيل به هڅه وکړي، چې د موريتانيا حکومت له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو ته وهڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

یهودیانو پخپل تاریخ کښی هیڅ وخت د انسانیت په چوکات کښی قدم ندۍ اخیستۍ او همیش ئی هر اقدام کښی د فریبی تجارتی چتل مخونه څرګند کړیدی دا چی عرب بی غیرته دی اوددوی ټول عمر په غلامی کښی تیر شوۍ دی نو نتیاهو هیله مند دی چی ددی اعلان سره به بی غیرته عرب دده چتل تجارت قبول کیدو ته وهڅولۍ شی !!!

طوطی

بهترین کار کوی ولی یی مفته ورکړی دا نور څه بلا وهلی چی جوړولای یی نشی؟ تر څو به د کافر احتیاجه او محتاجه یاست.

دوکتور غروال

دا درسره کاملآ منم اما دداسی او نورو تولیدونو لپاره د یوی داسی دولتداری رامینځ ته کیدل حتمی او ضروری دی چی دداسی ملی خدمتونو لپاره زمینه او شرائيط برابر کړۍ شی اما باید په افسوس سره وویل شی چی د کمونستانو وخت راهیسی او باالخصوص د تش په نامه مذهبیانو او دیموکراتانو ( دوی ځانونه سیاسیون هم شمیری ) غلامان د ځانو جیبونو ډکولو باندی او د ملت بدبختی باندی مشغول دی او طالبانو ته د هر ډول پر مخ تګ اقدام د شریعت سره خلاف وینی او ړانده دی چی متوجه اودرک کړی شی چی دا د خدای… نور لوستل »

طوطی

۹۸٪ موافق یم. کور آباد ځوی لوی.

غ.حضرت

د یهودو دې ډول کرغېړنی کړنی ته باید د مُډرن او علمی! یرغمل کېدو نوم ورکړه سی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x