نړۍ

د پاکستان پوځ: افغانستان کې د طالبانو حکومت د بيا راتلو ملاتړ نه کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» مشر تورنجنرال بابر افتخار ويلي، چې اسلام اباد يو ځل بيا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت راتلو ملاتړ نه کوي او دا يې له امکانه لرې خبره بللې ده.

جنرال افتخار نن چهارشبنه پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي قومندانۍ «جي ايچ کيو» کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې افغانستان اوس د نويمو کلونو افغانستان دی، حکومتي جوړښت ماتول يې اسانه کار نه دی او پاکستان هم نه غواړي، چې هلته سياسي خلا رامنځته او ګډوډي جوړه شي.

د پوځ وياند او د «ای ايس پي ار» مشر زياته کړې، چې د پاکستان يوازېنۍ موخه په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات دی او د دې موخې تر لاسه کولو لپاره يې ټولې هلې ځلې کړي دي.

جنرال افتخار د افغانستان راتلونکي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دا يوازې تر افغانانو پورې تړاو لري، چې هلته څه ډول حکومت غواړي او د راتلونکي په اړه يې څه پلان نسي، د افغان ولس او حکومت کار دی.

نوموړي وويل، چې افغانستان هم د نويمو کلونو هغه نه دی او پاکستان هم بدل شوی دی او دا يې ناشونې وبلله، چې طالبان به يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شي او پاکستان به يې ملاتړ وکړي.

د جنرال افتخار په وينا پاکستان، چې پر طالبانو څومره اغېز درلود، هغه کارولی او اوس د کابل حکومت هم دا مني، چې پاکستان د افغانستان سوله کې په رښتينې توګه مرسته کړې ده.

افغان استخبارات پوهيږي، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

د پاکستان د پوځ وياند يو ځل بيا تور پورې کړی، چې هند په پاکستان کې د ناامنيو او چاودنو لپاره د افغانستان خاوره کاروي او په وينا يې د افغانستان استخبارات هم له دې کړنو خبر دي.

نوموړي زياته کړه، چې هند نه يوازې، وسله‌والو ډلو ته پسې او وسلې ورکوي، بلکې پرمختللې ټيکنالوجي هم ورکوي او دا هر څه د افغانستان له خاورې کوي.

پاکستان تر دې وړاندې هم ورته تورونه لګولي وو، خو نوي ډيلي او کابل دا تورونه رد کړي وو او د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې يې بنسټه بللې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

وایی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی. ټول پوهیږی چی د طالب مشرانو کورونه چیری دی، اولادونه یی چیری سبقونه وایی او له کومه تمول کیږی. مونږه خو تر اوسه د هند داسی کوم خوزښت ندی لیدلی چی چاته یی په افغانستان کی وسله ورکړی وی او یا یی پیسې ورکړی وی. خو د پاکستانیو مداخلت د هغوی انتحاریان و ځانوژونکی د طالبانو به صفونو کی ډیر ژوندی نیول شوی و ویډیو ګانی یی هر وخت لیدلی شی.

عبدالمالک همت

محترم ورور طوطي صاحب ما هم په پاکستان کي ژوند کړی دی او هم په هندوستان کي او د ګران افغانستان سره مي د هغو دښمني له نژدې ليدلي او څېړلي دي. دواړه مو سخت دښمنان دي، خو څنګه چي له هندو څخه د افغانانو د هغو د مشرک توب له امله بد راځي، ځکه يې په ګران افغانستان کي د لاس وهني موقع لږ په لاس ورغلې ده، خو ناپاکستان چي زموږ نژدې ګاوندی دی او خلک يې مسلمانان دي او موږ د شوروي د يرغل پر مهال ورته احتياج سوو، نو دغو لاملونو او زموږ خوش باورۍ د… نور لوستل »

عبدالمالک همت

مرګ پر پاکستان واکمنو انګرېز طبيعته دبړه مارو مقاماتو باندي !
پر هند او پاکستان حاکم ځواکونه هيڅکله د هيڅ افغان دوستان کېدای نه سي او د افغانانو سره تاريخي او اوسنۍ دښمني يې ثابته ده.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x