شعـــــرونه

تا به يوسي ‎ – نظام قندهاری

مست به مو د وينو رودنيل شي تا به يوسي 
څاڅکي به د اوښکو ابابيل شي تا به يوسي 
 
تا که په جادو افعي ماران راته جوړ کړي دي 
ماته به امسا ښکاره دليل شي تا به يوسي 
 
مه وينه په سپک نظر زمونږ د مدرسې طالب 
تاته به همدغه عزرائيل شي تا به يوسي 
 
ته که يې په اور کي د سوځلو اراده لرې 
تبر به په لاس کي د خليل شي تا به يوسي 
 
تا خو له بې ننګو ايمانونه په ډالر يووړل 
زما چي پر اوږه باندي ثقيل شي تا به يوسي 
 
ته نه يې خبر چي زمونږ نصرت له آسمانو کيږي ؟ 
جوړ به د ملکو بيا تشکيل شي تا به يوسي 
 
نشې وړلای هېڅ وخت نه نظام نه يې قلم ورنه 
فضل چي نازل د رب جليل شي تا به يوسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x