ټولنیزه برخه

زرپارې «اتمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ريان

د نبي عليه السلام په وخت کې د «بليک آوټ» مثال:
د نننۍ زمانې په جګړو کې «بليک آوټ» مهمه اړتيا ده، د نبي عليه السلام په زمانه کې هم د دې تکتيک مثالونه شته.

د ۸م هجري کال په جمادی الثاني مياشت کې له مدينې منورې څخه لس منزله لرې د لخم او جذام قبايلو د مقابلې لپاره لښکر واستول شو، د لښکر امير يا قومندان عَمرو بن العاص رضی الله عنه و. دښمن د دې غزا په مهال خپل پوځونه د حلقې يا ځنځير په شکل ترتيب کړي و، تر څو ترې څوک ونه تښتي، دې غزا ته په همدې وجه (غزوة ذات السلاسل) ويل کيږي.

يادونه: هغه جګړه چې د «ذات السلاسل« په نوم مشهوره جګړه ده، د صحابه کرامو په زمانه کې له دې جګړې وروسته شوې ده.

په دې غزا کې عَمرو بن العاص رضی الله عنه خپل پوځ ته امر وکړ چې درې ورځې
هيڅ ډول رڼا ونکړي. درې ورځې وروسته دښمن تېښته وکړه، صحابه کرامو غوښتل دښمن تعقيب کړي، خو عَمرو بن العاص رضی الله عنه منع کړل.

د مسلمانانو د لښکر ځوانان د رڼا نه کولو په حکم ناخوښه و او د دښمن له تعقيب څخه منع کولو لا نور خپه کړل، خو دا چې د امير د اطاعت په بنا د حکمونو تعميل لازمي و؛ ځکه يې له چون او چرا پرته فرمانبرداري وکړه.

کله چې لښکر مدينې منورې ته وګرځېد، نبي عليه السلام ته شکايت وشو او نبي عليه السلام عَمرو بن العاص رضی الله عنه خپل حضور ته وغوښت او وجه يې ترې وپوښتله. عَمرو بن العاص رضی الله عنه ځواب ورکړ: يا رسول الله! د دښمن د لښکر په نسبت زما د لښکر تعداد ډېر کم وو، په دې مقصد چې دښمن زما د لښکر د کم تعداد په ليدلو سره زړور نشي، خپل ملګري مې له رڼا جوړولو او اور بلولو منع کړل او د دښمن له تعاقب څخه مې هم ځکه منع کړل چې دښمن ته يې د تعداد درک ونه لګيږي او بيا حمله ونکړي.

نبي عليه السلام يې جنګي تدبير ډير خوښ کړ او د الله تعالی شکر يې اداء کړ. (جمع الفوائد ج: ۲ ص: ۲۷، د مفتي محمد شفيع صاحب رحمه الله د (جهاد) کتاب ص: ۶۱ په حواله)

د (Blackout) انګريزي لفظ ته مې پښتو معادل پيدا نکړای شو، که کوم ملګري ته معلوم وي، لطف دې وکړي. بليک آوټ تيارې جوړولو يا جوړېدلو ته وايي. مثلا چې د يو ښار برېښنا قطع شي، دې ته بليک آوټ ويل کيږي.
—————-
په قرآن کريم کې د نبي عليه السلام د بدن د اعضاؤو يادونه
علامه عبدالرؤف مناوی رحمه الله (۱۰۰۳ هـ ق) ليکي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له بې شمېره خصوصيتونو څخه يو دا هم دی چې الله تعالی يې په قرآن کريم کې د اعضاؤو يادونه کړې ده.

د نبي عليه السلام د مخ مبارک په اړه فرمايي: (قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ) يقينا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) موږ وينو.

د سترګو په هکله: (وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ) او ته خپلې سترګې هيڅکله مه اوږدوه (مه پورته کوه)

د ژبې په باره کې: (فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ) بې شکه همدا خبره ده چې موږ دغه قرآن ستا په ژبه اسان کړی دی.

د لاس او غاړې ذکر په يو ځای راغلی: (وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ) او خپل لاس تر خپلې غاړې پورې مه تړه (چې چا ته هيڅ نه ورکوې)

همدا رنګه د ملا او سينې مبارکې ذکر په الم نشرح سورة کې يو ځای شوی: (أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ، وَوَضَعْنَا عَنكَ وِزْرَكَ، الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ) ايا موږ ستا سينه نه ده پراخه کړې او له تا نه مو ستا دروند بار کوز کړی، هغه بار چې ستا شا/ملا يې کږه او درنه کړې وه.

او د زړه مبارک يادونه په دې آيت کريمه کې شوې: (نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ،عَلَى قَلْبِكَ) او دا ستا په زړه باندې جبرائل عليه السلام رانازل کړی دی. (منادی شرح شمائل علی هامش جمع الوسائل ص: ۴۵)
————————

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x