ټولنیزه برخه

زرپارې «نهمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: احمد ګل ريان

د قرآن کريم د ختمېدو په مهال دعا:
د قرآن کريم د ختمېدو په وخت کې دعا کول د سلف صالحينو له وخته معمول جوړ شوی دی، دا دعا د صحابه کرامو «عمل» ته په کتو رواج شوې ده.

علامه قرطبي رحمه الله د علامه ابوبکر انباري رحمه الله په حواله له سند سره رانقل کړي: (عن قتادة ان أنس بن مالک کان اذا ختم القرآن جمع اهله و دعا). (تفسير قرطبي ج: ۱ ص: ۲۶)
ژباړه: أنس بن مالک رضی الله عنه به چې قرآن کريم ختم کړ، د خپلې کورنۍ غړي به يې راټول کړل او دعا به يې کوله.

مجاهد او عبدة بن ابی لبابه رحمهم الله به هم د قرآن کريم د ختم دعا کوله او له دوی نه دا قول هم رانقل شوی چې: (فان الرحمة تنزل عند ختم القرآن) د قرآن کريم د ختم په مهال رحمت نازليږي. (پورتنۍ حواله)
——————
لالچي (اشعب)
په عربو کې د اشعب په نوم يو سړی (وفات، ۱۵۴ هـ ق) په لالچ مشهور و، آن تر دې چې لقب يې «طامع» (لالچي) مشهور شو او په حرص او تمه کې يو مثال جوړ شو. عرب چې کله د چا د ډېر لالچ په هکله خبره کوي، نو وايي: هغه د خپل وخت اشعب دی، او يا: هغه له اشعب نه هم وړاندې دی. د عربي ژبې دا جملې مې ډېرې اورېدلې وې، نن مې د خطيب رحمه الله (تاريخ بغداد) کې څو کيسې وليدلې، د خوشطبعي په پار يې دلته ليکم.

۱- اصمعي رحمه الله وايي چې يو وخت ماشومان په اشعب پسې شول او ډول ډول خبرې يې ورته کولې، اشعب له ماشومانو د ځان خلاصولو هڅه کوله، نو يې ورته کړل چې: هلئ! ورشئ سالم بن عبدالله خورماوې وېشي. ماشومانو د دې خبرې په اورېدلو د سالم بن عبدالله د کور پر لور منډه کړه. اشعب چې د ماشومانو بې درېغه منډه وليده، خپله يې هم پسې منډه کړې، چې هسې نه سالم بن عبدالله په رښتيا خورماوې تقسيموي.

۲- ضحاک وايي چې اشعب طماع (لالچي) خلک وليدل چې کاسې جوړوي، ورته ويې ويل: لږ يې لويې لويې جوړې کړئ.

کاسې جوړوونکو ترې وجه وپوښتله چې: ولې؟

اشعب ورته کړل: ممکن څوک په دې کاسو کې کومه يوه ما ته ډالۍ کړي.

۳- اشعب پخپله وايي چې د چا په جنازه کې مې شرکت کړی او دوه تنه مې ليدلي چې پخپل منځ کې پسپسيږي، هر ځل مې فکر کړی چې امکان لري وفات شوي مرحوم زما لپاره د څه شي وصيت کړی او دا خلک په همدې اړه پټې خبرې کوي. (تاريخ بغداد للخطيب ج: ۷۱ ص: ۴۲ او ۴۳)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x