روغتیا

د روغتیا اداره: د کرونا ویروس مثبتو پېښو او د مړو شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د تیرې اونۍ په پرتله د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې له ۱۵ فبروري څخه تر ۲۱ فبروري پورې ۱۱ سلنه، او د قربانیانو په شمېر کې ۲۲ سلنه کموالی راغلی دی.

د روغتیا سازمان د ویروس په اړه په خپل اوونیز راپور کې د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړې چې د پرلپسې شپږمې اونۍ لپاره د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې کموالی راغلی دی.

یاد سازمان وایي، په تېره اونۍ کې د کرونا پېښې ۲ ملیونه او ۴۵۷ زره زیاتې شوي په داسې حال کې چې ۶۶ زره ۳۵۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، دا شمېره د تیرې اونۍ په پرتله خورا کمه ده.

د پورتنیو پېښو په لړ کې تېره اونۍ په سویلي او شمالي امریکا کې ۱۹ سلنه، په لویدیځه سیمه کې ۹ سلنه، په اروپا کې ۷ سلنه او په منځني ختیځ کې ۷ سلنه پېښو کې کموالی راغلی دی.

دغه راز د مړینې په کچه کې هم د پام وړ کموالی راغلی، چې په ورته موده کې په ترتیب سره ۲۳ سلنه، ۶ سلنه، ۱۹ سلنه او ۳ سلنه کموالی راغلی، په داسې حال کې چې په افریقا کې ۲۰ سلنه او په سویلي اسیا کې ۶ سلنه کموالی لیدل شوی دی.

د تیرې اونۍ په جریان کې یوازې د امریکا په سویل او ختیځ کې ۱.۶ ملیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۳۴ زرو زیاتو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په اروپایي هېوادونو کې ۹۳۹ زره کسان پرې اخته شوي او ۲۴ زره مړه شوي دي. دغه راز په منځني ختیځ کې پوهانو ۱۸۱ زره پېښې ثبتې کړي او له ۲ زره ۴۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x