روغتیا

بېوزله هېوادونو ته د کرونا واکسینو «کوواکس» لړۍ پېل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان د ځانګړي پروګرام له لارې بېوزله هېوادونو ته د کرونا واکسینو د ویش لړۍ پېل شوه چې په سر کې ګانا هېواد ته لومړي واکسین استول شوي دي.

د «کوواکس» واکسینو د ویش پروګرام له لارې ۹۲ هېوادونو ته په عادلانه ډول واکسین ویشل کیږي چې تر ډیره به غریبو هېوادونو ته لیږدول کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په پام کې لري د دغه پروګرام له لارې په نړیواله کچه د روان ۲۰۲۱م کال تر پایه د کرونا واکسینو دوه ملیارده ډوزه بېوزله هېوادونو ته هم ورکړي.

د یادو مرستو ترلاسه کولو لومړی هېواد د لویدیځې افریقا ګانا هېواد دی چېرته چې د کرونا ویروس له ۸۰ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي او شاوخوا ۵۸۰ کسانو خپل ژوند بایللی، خو اټکل کیږي چې اصلي شمیرې تر دې ډيرې وي.

دغه هېواد ته د چهارشنبې په ورځ د استرازینیکا او اکسفورډ پوهنتون چمتو شوي واکسینو ۶۰۰ زره ډوزه ورسېدل.

څه موده وړاندې د روغتیا نړیوالې ادارې له لوري په یوه غیر رسمي لیک کې اټکل شوی و چې د کوواکس پروګرام له لارې به افغانستان ته هم ۳ ملیونه ۲۴ زره خوراکه واکسین ولیږدول شي.

د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق او د روغتیا نړیواله اداره وایي، دا واکسین د هغې لړۍ برخه دي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر څو بېوزلو او د متوسط عاید لرونکو هېوادونو ته ورکول کیږي.

باید وویل شي چې په نړۍ کې برتانیا لومړنی هېواد و چې د کرونا ویروس پر وړاندې یې د واکسینو د ویش لړۍ پېل کړه، دغه هېواد تر دې دمه ۴۵۷ ملیونه ډوزه واکسین پيرلي چې له خپل نفوس څخه یې ۳.۶ چنده زیات دي.

د روغتیا نړیوال سازمان صنعتي او شتمن هېوادونه د واکسینو په نابرابري پېر او د کوواکس پروګرام په کمزوري کولو تورن کړي دي چې په وینا یې دوی له اړتیا زیات واکسین پیرلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x