افغانستان

د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپلو عسکرو ماموریت لس میاشتې غځولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۹ل): د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپلو عسکرو ماموریت تر ۲۰۲۲ کال پورې د غځولو پرېکړې ده.

د لویدیځو رسنیو د راپورونو په حواله د جرمني د حکومت کابینې دغه پرېکړې ددې لپاره کړې چې په افغانستان کې د سولې مذاکرات په بریالي توګه سرته ورسیږي.

د جرمني د حکومت دغه پرېکړه نهايي نه بلل کیږي، ځکه یې د تصویب لپاره ددغه هېواد ولسي جرګې(پارلمان) ته استولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د جرمني د دفاع وزیر په شمول ګڼو جرمني چارواکو له مئ میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې په اړه حکومت ته مشورې ورکړې وې.

د جرمني حکومت کابینه په داسې مهال په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو پرېکړه کړې، چې له اوږده ځنډ وروسته یوځل بیا قطرکې د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي پلاوو خبرې پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د درو ورځو رومیان دي اوس یې لا اچار کړی دی. سوړ ساتنځای هم نلري چي تر ډیره پوري یې خوندي کړي. نن که من په ۲۰ افغانۍ درخرڅیږي،سبا به یې څوک مفت هم نه غواړي. جرمنیان چي د کومو هګیو د شاربلو لپاره خپلي کټه چرګي افغانستان ته رالیږلي وې، هغه هګۍ ورستې سوي دي. چي تر اخیرته یې شاربي هم ولاکه چیچی په راوباسي. ښه به دا وي چي دا خپلي چرګي بیرته یو سي څو په جرمني کي بیرته پر هګیو راسي او دوئ ته تازه تازه هګۍ ورواچوي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x