افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکایي سناتور: افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو د نظامي حضور موده وغځول شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د سناجرګې د «نظامي خدمتونو» د کمېټې مشر د بایډن له ادارې هیله کړې چې له طالبانو سره د کړي تړون خلاف په افغانستان کې د امریکایي  ځواکونو د نظامي حضور موده نوره هم وغځوي.

سناتور «جیک ریډ» ویلي، چې دی تمه لري په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د نظامي حضور موده وغځول شي، تر څو نظامي سکتور ته وخت په لاس ورشي او هغوی قضیه په ښه ډول تعقیب کړای شي.

د ریډ په خبره، د افغانستان په قضیه کې بایډن له دریو انتخاباتونو سره مخ دی، چې یا به پوځيان له تړون سره سم باسي، یا به د طالبانو او حکومت تر منځ روانو مذاکراتو ته په تمه پاتېږي او یا به هم د «سمو شرایطو» تر راتګ پورې د پوځيانو د پاتې کېدو اعلان کوي.

د امریکا د سنا جرګې د نظامي خدمتونو د کمېټې پورتنۍ غوښتنه داسې وخت ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه مکلف دي، د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

ورته مهال  د بایډن اداره بیا له طالبانو سره د شوي تړون د بیا ځلې ارزولو خبر ورکوي او سپينه ماڼۍ وایي، له متحدینو او ملګرو سره تر مشورو وروسته به بایډن په «نږدې راتلونکې» کې د افغانستان په اړه د امریکا نوې پالیسي اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

دغه خونخواره قوم پر فلسطین یی هم همدغه مداری توب وکړ په مرکو مرکو یی ورو ورو تول فلسطین اشغال کړ او همدغه د حرامی توب مانور پر بیچاره افغان ولس کوی
مګری دغه ارماند به خپل نیکونو په شان خپل له اوره دک ګور ته بوزی. انشالله

جلال

ان شآءالله

محمد

حطما به دا ارمان و ګور ته یو سئ د لوی رب العالمین جل جلاله په حکم – وما ذلک علی الله بعزیز

محمد

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ .
———————————————————————————————————————-
او هغه ياد كړه كله چي اعلان كړى دی رب ستا چي حتما به ليږئ پر دوی يعنى پر يهودو د قيامت ترورځي پوري داسي يوڅوک چي وركوي به دوی ته سخت عذاب بيشكه چي رب ستا ډير ژر عذاب وركونكې دى او هغه بخښونكې او مهربانه دى

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
بد کوی،امریکایان باید چی د ټرون مطابق، ‌په همهاغه تعیین شیوی وخت ووځي. خپل ترتیبات باید همد‌ا اوس ونیسی، کافی وخت لري. د ټولو ورانیو او ینی تویدلو مسئولیت، یوازی او یوازی د امریکا په غاړه دي، ځکه که امریکا وغواړي، ان شآءالله جګړه همدا اوس ختمیدی شي. هیچ څوک دا نه شي منلی چی د کابل ګوډاګی اداره له ځانه او په استقلال سره کوم تصمیم نیولی او یا هم کوم حرکت وکولی شي. امریکایانو او د دوی نورو سپیانو ته وایو:

Get_out_of_Afghanistan#

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x