ټولنیزه برخه

سست مخلص!

انس حقاني

د ځینو خلکو احساس ویښ وي، د کار د ترسره کولو لپاره ښه اخلاص او شوق هم لري؛ خو سره له دې بیا هم کار نه شي کولی او کار کولو ته وارخطا وي. که یې کوي، نو په مات زړه کار کوي، خپل مسوولیت د مسوولیت په توګه نه تر سره کوي، بلکې یوازې یې له غاړې اړوي.

دا ځکه چې د دوی په احساس او اخلاص د نفس سستي تکاسل غالب شوی وي او دا دومره بده ناروغي ده چې د هر پرمختګ لاره تړي، نه پوهیږم داسې کس ته به سست مخلص ویل مناسبه وي کنه؟ ځکه چې اخلاص سستي نه مني او سستي بیا د اخلاص په مخ کې خنډ دی.

د داسې شخص عقل ډیرې اړتیاوې هم محسوسوي، د نوموړي د زړه اخلاص د دې غوښتنه کوي چې کار په ښه شوق او لیوالتیا ترسره شي خو د نفس سستیا یې لاسونه او پښې تړلي وي، د مقصودي کارونو ترسره کولو ته یې ملا ور ماته کړې وي او په غیر مقصودي کارونو یې اخته کړی وي.

کله یې چې کوم ناصح متوجه کړي د کار اهمیت، ضرورت او فائدې ورته په ګوته کړي، نو سمدستي یې احساس له ځایه په خوځیدو شي او اخلاص یې په څپو شي، د کار د ترسره کولو لپاره کلک هوډ وکړي، خو دا هرڅه د یو څو شیبو او لږ وخت لپاره وي.

ډیر زر یې بیا د اخلاص لاسونه د سستۍ په زنځیر وتړل شي، د شوق ګلونه یې بیرته مړاوې شي او بیرته پخوانۍ لټي ته مخه کړي. د لټۍ او سستۍ غټ لامل د ثبات او استقامت نشتوالی دی، داسې شخص استقامت نه لري او له خپل نفس سره یې مجاهده نه وي کړي، یوازې په قلبي اخلاص هم څه نه کیږي، بلکې له نفس سره مجاهده ډیره ضروري ده، زه چې کله ځینې کسان کوم کار ته هڅوم، نو له ډیرو یو او بل عذر اورم او په اخیر کې راته وایي چې ته دعا راته کوه، له سستی سره مخ یم.

دعا به کوو، خو چې ته حرکت و نه کړې، په نفس دې زور را نه وړې، یوازې په دعا هم څه نه کیږي، نارینه باید متحرک وي د هغه لپاره ساکن پاته کېدل او مسوولیتونه شاته پريښودل د هغه د ناکامي لاره ده.

ویل کیږي چې پر کوم هیواد کفارو یرغل وکړ نو عالمانو د دې پر ځای چې د دفاع لپاره تورو ته لاس کړي ځوانان راویښ کړي، یوازې یې ورپسې اوراد او وظائف شروع کړل، پایله دا شوه چې دوی ټول یې ژوندي ونیول، له دعا سره عمل هم اړین او لازم دی.

سستي یو بد مرض دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د الله جل جلاله څخه له دې ناروغۍ پنا غوښتې ده.

د سستۍ نه د خلاصون غوره لاره دا ده چې که انسان په خپل نفس لږ زور راوړي، نو ډیر سخت کارونه هم کولی شي او خدای جل جلاله یې ورته اسانه کوي.

انسان باید د ځان لپاره د ورځنيو کارونو د ترسره کولو لپاره مهالوېش جوړ کړي، د هر څه لپاره دې وخت معلوم کړې. یو څو ورځې دې د مهالوېش په کلکه داسې پابندي او اهتمام وکړي، لکه څنګه چې د پنځه وخته لمانځه اهتمام کوي. نو ډیر ژر به دا عمل ورته اسان شي او طبعي عادت به یې وګرزي. ان شاءالله

داسې فکر هم باید وکړي چې د کار په تعمیل کې زما ګټې او خیرونه دي او په فوت کیدو کې مې نقصان دی. بیا د دغو ګټې او نقصان ته هر وخت په لوی او ژور نظر وګوري، نو دا فارموله هم په راتلونکي کې د نفسي سستۍ د حاکمیت مخه نیسي او د اخلاص واکمنۍ ته لار هواروي. له نفس سره د مجاهدې یوه جامع طریقه چې له دې موضوع سره هم اړخ لګوي له حضرت عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله څخه زده کړئ.

له عمر ابن عبدالعزیز رح څخه چا پوښتنه وکړه چې زه کله وغږیږم؟ ده ورته وویل، چې کله دې خاموشی ته زړه وشي. سائل وویل، چې کله خاموش شم؟ ده وویل، چې کله دې غږیدا ته زړه وشي. که دغې نقطې ته پام وکړو ډیر څه ترې زده کولی شو. انسان باید همداسې مجاهده وکړي د نفسي خواهشاتو مخه دې ونیسي، په ځان دې زور راوړي او د سستۍ هغه زنځیرونه دې مات کړي چې نفس د انسان جوارحو ته اچولي دي او د هغه د پرمختګ او ارتقاء مخه یې نیولې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x