افغانستانسولې اړوند خبرونه

اتمر روسیې ته: سیاسي ملاحظات باید له «ترهګرۍ سره د مبارزې» مخه ونه نیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر  «حنیف اتمر» چې د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ مسکو ته تللی، هلته یې د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر «سرګي لاوروف» سره لیدلي  او د روسیې په دولتي انسټيټيوټ کې يې وینا اورولې.

اتمر ویلي، چې د تاریخ په اوږدو کې له یوې مشخصې مودې پرته  روسیه تل د افغانانو تر څنګ پاتې شوې او که چېرې د دواړو هیوادونو تر منځ «تاریخي اړیکې» په ښه ډول درک شي، د راتلونکو اړیکو په جوړولو کې ښه رول لوبولای شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې «ترهګریزې ډلې» په افغانستان او ټولې  نړۍ کې «نږدې اړیکې» لري او له هغوی سره د مبارزې په لار کې اړتیا ده، چې په  نړیواله کچه همغږي رامنځته شي او سیاسي ملاحظات او «جيوپوليټيک عوامل» باید ددې مبارزې مخه ونه نیسي.

اتمر  ددې تر  څنګ مسکو د افغانانو ښه دوست بللی، چې دده له قوله، د سړې جګړې له مودې پرته تل د افغانانو تر څنګ پاتې شوی.

د اتمر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» ویلي و، په افغانستان کې باید د لنډمهالي حکومت جوړېدو ته زمینه برابره شي او بهرني ځواکونه د دوحې له تړون سره سم له افغانستانه ووځي.

کابلوف ویلي وو، امریکا په افغانستان کې پاتې کېدو ته بهانه جوړوي او د دوحې له تړون سرغړونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x