
ډېر ياديږي راته يار په بارانه کې/ بدري
اسد بدري
ډېر ياديږي راته يار په بارانه کې
زړه مې ډېر کوي تلوار په بارانه کې
پر زړه خاص لکه جانان داسې لګیږي
څه کمال اېښی بـادار په بارانه کې
دا شبنم د ګل پر پاڼه ډنډ ولاړ دی
که لوند شوی ستا رخسار په بارانه کې
پرې تازه مړاوې غوټۍ د مات زړګي شي
بیل شان کیف لرې دیدار په بارانه کې
پر بڼو څاڅکېي دریږي زېری زېری
څومره خوند کړي انتظار په بارانه کې
سوړ شمال اسد بدري هم ورنه تاو شي
کړي د یار څڼې تار تار په بارانه کې