افغانستان

ناڅرګندو وسلوالو په مزار کې یو خبریال وژلی

نن ټکی آسیا(یکشنبه، چنګاښ۲۲مه،۱۳۹۳):  د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د لحظې په نوم د راډيو يو کارکوونکی ناپېژانده وسله والو پر خپل کور کې وژلى دى.

د دغه ولايت د امنيۍ قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون تر مازديګر وروسته رامنځ ته شوې ده.

نوموړي د خالد اګاه يعقوبي په نوم د لحظې راډيو د کارکوونکي د وژنې پخلی وکړ خو د پېښې په اړه يې نور  جزئيات ورنه کړل.

د لحظې راډيو د خبر څانګې مسوول اختر سهيل پژواک اژانس ته وويل، چې يعقوبي له ماسپښين وروسته په خپل کور کې د نا پېژانده وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د يعقوبي د کورنۍ له خوا دوی ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ له ماسپښينه وروسته څلور وسله وال د نوموړي کور ته ورځي د دروازې له ټکولو وروسته د يعقوبي پوښتنه کوي او د هغه له ور وتو سره سم پرې ډزې کوي او ځاى پر ځاى يې وژني.

د هغه په وينا، يعقوبي په لحظې راډيو کې د ((تک تک)) په نوم ورځنۍ يو ساعته طنزيه خپرونه پر مخ وړه.
سهيل وويل، دوی ګومان نه کوي چې د دې راډيو د کارکوونکي وژنه دې رسنيز اړخ ولري.

نوموړي زياته کړه، چې يعقوبي طنزيه خپرونه پر مخ وړه او هېڅ وخت يې په کې جنجالي موضوعات تر څېړنې لاندې نه نيول.

د هغه په وينا، يعقوبي د راډيو د کارکوونکي تر څنګ د فوټبال لوبې ښه لوبغاړی هم و.

د سهيل په خبره، چې دوی ته لا هم دا مسئله ګونګه ده، چې ولې يې د راډيو کارکوونکی په ناڅاپي ډول ووژل شو.

په مزارشريف ښار کې د مدني ټولنې فعال او د هويدا په نوم د اونيزې مسوول مدير مختار وفايي د يعقوبي پر وژنه خپګان ښکاره کړ او ستره ضايعه يې وبلله.

نوموړي زياته کړه، دوی ته دا مهمه نه ده، چې ولې د دې راډيو کارکوونکی وژل شوی، خو دا ورته ارزښت لري، چې د رسنيزې کورنۍ يو غړی کم شو.

د هغه په وينا، امنيتي مسوولين بايد د يادې پېښې د څېړنې لپاره ژور ګامونه واخلي.

د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دراني وويل، چې د دوی څېړنې روانې دي او ډېر ژر به د يادې پېښې په اړه پوره جزئيات له رسنيو سره شريک کړي.

تر اوسه چا د یاد ژورنالیست د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د نوموړي کورنۍ هم د ښاغلي اګاه په وژنه څوک نه دي تورن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x