شعـــــرونه

د خاورین اصل بشر و حیوان نشو/ کليوال

سعادت کلیوال

د خاورین اصل بشر و حیوان نشو
چې له ګل نه هم نازک و سندان نشو

څه ناترسه انقلاب و، څه طوفان و
ها مضـبوط، ثابت قدم په لړزان نـشو

مخ یې نه درلود، چه مخ چاته څرګند کړي
یو غدار، د ځمکې تل و اسمان نشو

چې یې خولې د انسانیت په وینو سرې وې
نن زمونږه د حقوقو سازمان نشو

تر پرونه یې شِمال حس کړی نه و
څه منفور افغانسـتان و اوس “ګران” نـشو

چې پړوني یې پلورل د خپلو خویندو
نن د خاورې محافـظ، قهرمان نشو

چې مېړونه یې د جبر له تیغ تېر کړل
هاغه اوس د مېړنيو کاروان نشو

سعادتـه! تصور یې هم محال و
ها زړګی دې نن شاهد د هجران نشو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x