
راشد خان ممکن د زمبابوې پر وړاندې له لومړي ټيسټ څخه بهر شي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی راشد خان د ژوبل کېدو له کبله ممکن د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې له لومړي ټيسټ لوبې بهر شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، راشد خان په پاکستان سوپر لیګ کې د دوهمې لوبې پرمهال د ښې لاس په ګوته ټپي شوی چې له کبله به یې ممکن له لومړي ټيسټ څخه بهر شي.
راشد خان په لومړي وار د پاکستان غوره ليګ په سياليو کې ولوبېد چې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه يې دوه لوبې وکړې، او ډیر ژر به عربي اماراتو کې د ملي لوبډلې سره یوځای شي.
ټاکل شوې ده د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ دوه ټيسټ لوبې ترسره شي چې د مارچ مياشتې له دوهمې نيټې به په عربي اماراتو کې پېل شي.
راشد خان د ملي لوبډلې يو له مهمو لوبغاړو څخه دی، او نه ګډون به يې لوبډلې ته ډير زيان ورسوي، خو د نوموړي په نه شتون کې به نوو لوبغاړو ته فرصت ورکړل شي.
په تېرو ټيسټ سیالیو کې د افغان لوبډلې تر ټولو زیاته تکیه پر راشد خان وه، نوموړي په څلورو ټيسټ لوبو کې ۲۳ ویکټې اخیستي دي.
افغان کرکټ بورډ څه موده وړاندې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې ټیسټ سیالیو لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې شاوخوا ۷نوي لوبغاړي په کې شامل شوي دي.
دغه لوبډله په لاندې دول ده:
اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمت شاه، حشمت شهیدي، راشد خان، جاوید احمدي، افسر ځاځی، ناصر جمال، ابراهیم ځدران، عبد الملک، منیر کاکړ، شاهد الله شاهد، بهیر شاه محبوب، امیر حمزه، فضل حق فاروق، سید شیرزاد، سلیم صافی، وفادار مومند، ضیاء الرحمن اکبر او یمین احمدزی.