
معززو فاضلانو ته ډالۍ/ تپاند زهاد
تپاند زُهاد
قربان دې شم راځه د فضیلت پګړۍ په سر کړه
د ګران رسول الله د وراثت پګړۍ په سر کړه
د سپین پاج ولونه ولونه استادان دي پر سر تاو کړي
زر ځله دې تبریک د سعادت پګړۍ په سر کړه
وارث د پیغمبر شوې د اُمت د زړو ټکور شوې
داعي د پاک اسلام شوې د عزت پګړۍ په سر کړه
قدم په احتیاط اخله چې شیطان دې دوکه نه کړي
د حق شه لاروی د بشارت پګړۍ په سر ګړه
دا ویاړ او افتخار رب ذوالجلال کړو در په برخه
شاکر اوسه فاضِله د عظمت پګړۍ په سر کړه
ځلیږې لکه ستوری نوراني مخ دې رڼا کړي
له تا سره کړي خوند د علمیت پګړۍ په سر کړه
تپاند زُهاد په مینه تبریکي درته وایمه
راځه غاړه دې راکړه د زینت پګړۍ په سر کړه