ورزش

د هند او انګلستان ترمنځ ټيسټ لوبه په «يوه نيمه ورځ» کې پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۹ل): د هندوستان او انګلستان ترمنځ دریمه ټيسټ لوبه په حیرانونکي ډول په یوه نیمه ورځ کې د هند په ګټه پای ته ورسېده.

دغه ټیسټ لوبه چې د هند په کوربه توب د نړۍ تر ټولو ستر لوبغالي «موټیرا» کې ترسره شوه، له دوه ورځو په کم وخت کې پای ته ورسېده چې هند ته د لسو ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

په دغه لوبه کې د دواړو لوبډلو ۳۱ ویکټې وسوځېدې خو ټولې په کې ۳۸۹ منډې جوړې شوې، تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی د هند روهیټ شرما و چې ۹۱ منډې يې وکړې.

ددې سربېره په دغه لوبه کې یو شمېر ریکارډونه هم جوړ شول چې په لاندې ډول دي:

هند لوبډلې سوکه لوبغاړي روي چندرن اشوین په ټيسټ کې ۴۰۰ ویکټې بشپړې کړې، هغه دغه څلي ته په رسېدو له انیل کومبلی، کپيل دیو او هربجن سینګ وروسته څلورم هندی لوبغاړی شو.

د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر جویي روټ چې په عادي ډول توپ اچونکی نه ګڼل کیږي خو وتوانېد د ۸ منډو په بدل کې ۵ ویکټې واخلي، دا په ټيسټ کې د کمو منډو په بدل کې د ۵ ویکټو اخیستونکي لپاره غوره توپ اچونه ده.

د هند لوبډلې لپاره دغه بریا د توپونو په توپیر سره تر ټولو چټکه بریا ده، چې ټول یې ۸۴۲ توپونه لوبولي دي.

په دغه لوبه کې انګلستان لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې یوازې ۱۱۲ منډې وکړې. هند لوبډلې په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۵ منډې وکړې چې انګلستان په دوهمه پاڼۍ کې یوازې ۸۱ منډې وکړې او هند ته یې د ۴۹ منډو هدف وټاکه، هند یاد هدف په اوپنرانو بشپړ کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د هند او انګلستان ترمنځ د دریمې لوبې لوبغالی د ټیسټ لوبو لپاره تر ټولو نامناسب وباله، په دغه لوبه کې له ۳۱ څخه ۲۰ لوبغاړي یوازې سوکه توپ اچونکو وسوځول.

انګلستان لوبډله په یادې ماتې سره د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ چمپین شپ څخه بهر شوه، له هند او استرالیا څخه به یوه لوبډله پایلوبې ته لار مومي، په داسې حال کې چې نیوزیلاند لوبډلې دمخه پایلوبې ته لار موندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x