ټکنالوژي

د واټس اپ ۱۲مه کلیزه، وایي ستاسې محرمیت خوندي ساتل زموږ فرض دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهوره شبکه واټس اپ وایي چې له هر څه وړاندې ورته د کاروونکو محرمیت لومړیتوب لري او په دې اړه به هیڅ ګنجایش ونه کړي.

واټس اپ چې د پنجشنبې په ورځ یې ۱۲مه کلیزه بشپړه شوه، د یوه پيغام له لارې د کاروونکو شمېرو د اعلان سربېره د خلکو محرمیت ساتلو ژمنه هم تکرار کړه.

واټس اپ د میاشتني شمېرو په اړه وایي، هره میاشت له دوه ملیاردو څخه ډیر کاروونکي ۱۰۰ ملیارده پيغامونه استوي، او له یو ملیون زیاتو خلکو سره د تلیفون له لارې اړیکه نیسي.

دغه راز واټس اپ د کاروونکو د محرمیت په اړه په خپل لیکلي پیغام کې وایي، «موږ ستاسې د محرمیت خوندي ساتلو لپاره تر وروستي حده ژمن یو، او دا به همیشه او د تل لپاره وي، د واټس اپ ۱۲مه کلیزه مبارک».

واټس اپ هغه مهال د ځینو کاروونکو له لوري د سختو غبرګونونو سره مخ شو چې د نوې تګلارې له مخې یې د کاروونکو اړوند ځینې معلومات فیسبوک سره د شریکولو اعلان وکړ او کاروونکي یې د خپلې تګلارې منلو ته اړ ایستل.

که څه هم واټس اپ په تکراري ډول څرګنده کړه چې د کاروونکو شخصي معلومات، پیغامونه او تلیفونونه به لا هم خوندي وي خو په دې اړه بې شمېر منفي تبلیغات ترسره شول چې په پای کې یې زرګونه کسان واټس اپ پریښودلو ت اړه کړل.

اوس یو وار بیا واټس اپ اعلان کړی چې د راتلونکې مۍ میاشتې له ۱۵مې نیټې به خپله اعلان کړې تګلاره پلي کوي، او هغه کاروونکي چې دغه تګلاره نه مني د پيغامونو استولو او په تلیفونونو کولو کې به ستونزې ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x