شعـــــرونه

خواږه ملګري/ ابو احسان عامر

ابو احسان عامر

لکه لېمې لکه باڼه ملګري
خدایه ژوندي لرې خواږه ملګري

د اريانا پر زړګي وورېدل
لکه باران له پوري غره ملګري

د استشهاد اسمان کې و ځلیدلی
ستوري دي وار کړي پر تياره ملګري

بس لکه سره زر دي خورا قیمتي
د انقلاب اور کې پاخه ملګري

د ازادۍ غاړي ته هار غوندې شول
لکه غمي خواره واره ملګري

د غرب و زر او زور ته نه ماتيږي
لکه پاخه کاڼي درانه ملګري

ربه عامر دغه دعا کومه
مکړې ستا لارې نه کاږه ملګري

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x