نړۍ

پاکستان او هند په کشمیر کې پر اوربند هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): پاکستان او هند د کشمير په جنجالي سيمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر کنټرول کرښه پر اوربند هوکړه کړې ده.

د هند او پاکستان پوځي چارواکو ویلي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې روان تاوتريخوالی بايد کم شي او د ۲۰۰۳ کال د اوربند هوکړه بايد بېرته فعاله شي.

د پاکستاني او هندي چارواکو په ګډه اعلاميه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو پر کنټرول کرښه له يوه بل سره خبرې وکړې او د سيمې وضعيت يې له نږدې څارلی دی.

د پاکستان پوځ له لوري په خپره شوې وينا پاڼه کې راغلي، چې دواړو هېوادونو د کنټرول کرښې سربېره په ټولو سکتورونو کې پر اوربند هوکړه کړې ده.

اعلاميه زياتوي، چې دواړو لوريو ته د ګټور امنيت او ثبات په موخه به د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي له يوه بل سره په اړيکه کې وي او د پېښېدونکو ستونزو حل به د خبرو له لارې لټوي، خو په دې اړه يې نور وضاحت نه دی ورکړی.

 د ملګرو ملتونو هرکلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتيرس د هند او پاکستان ترمنځ پر دې پرمختګ خوښي ښکاره کړې او ويلي يې دي، چې د اوربند له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمينه برابره شي.

د ملګرو ملتونو سرمني انټونيو ګويتریس

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن دوجيرک د انټوني ګوتيرس له قوله ويلي، چې د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ په کشمير کې د اوربند کول هيله‌ بښونکی ګام دی او دې سره به د سولې خبرو ته زمينه برابره شي.

د پاکستان هرکلی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د دې هوکړې هرکلی کړی او هيله يې ښکاره کړې، چې دې سره به په سيمه کې سولې او ثبات ته زمينه برابره شي.

له نوي ډيلي خپرېدونکې «دي هندو» ورځپاڼې مسؤول مدير «اميت برواح» هم د اوربند هوکړه ښه پرمختګ بللی او ويلي يې دي، چې دا کار بايد مخکې شوی وی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي

د اميت برواح په وينا د هند او پاکستان ترمنځ اوربند د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو لپاره ډېره ګټوره ده.

د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي شاليد

په ۱۹۴۷ کال کې له برتانيې تر ازادۍ اخيستو وروسته کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ جنجالي سيمه پاتې شوه او تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ درې جګړې هم شوي دي. دواړه هېوادونه ادعا کوي، چې کشمير په بشپړ ډول د دوی خاوره ده.

نړيوالې ټولنې اندېښنه ښوولې وه، چې د دواړو اټومي هېوادونو تر منځ روان تاوتريخوالی د اټومي جګړې لامل کېدای شي او له همدې امله اسلام اباد او نوي ډيلي په ۲۰۰۳ کال کې د اوربند هوکړه وکړه.

له تېرو څو کلونو راهيسې پر کنټرول کرښه د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ نښتو دغه اوربند اغېزمن کړی و. دواړه لوري پر يوه بل له اوربنده د سرغړونې تورونه لګوي او دواړو لوريو ته د پوځيانو په شمول سلګونو ملکيان وژل شوي دي.

نوی ډيلی له تېرې اوږدې مودې راهيسې تور پورې کوي، چې پاکستان په کشمير کې د وسله‌والو بېلتونپالو پوځي او مالي ملاتړ کوي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي او وايي، چې هند په دا ډول تورونو لګولو هڅه کوي، چې کشمير کې د هندي پوځيانو له لوري پر روانو ظلمونو پرده واچوي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ترينګلتيا روانه وه، چې د ۲۰۱۹ کال په اګسټ کې هند تر خپل کنټرول لاندې کشمير د نيمه خپلواکۍ حیثیت ختم کړ او د هند برخه يې وګرځاو.

پاکستان د هند د دې پرېکړې سخته غندنه وکړه او دا کړنه يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړې سرغړونه بللې وه.

تر دې وروسته اسلام اباد له نوي ډيلي سره ډيپلوماټيکي اړيکې تر ټولې ښکته کچې ته راوستې او غوښتنه يې وکړه، چې سيمه کې د تاوتريخوالي د کمېدو په موخه هند بايد خپله پرېکړه بېرته واخلي.

هند د پاکستان تورونه رد کړي وو او ويلي يې و، چې د کشمير د نيمه خپلواکۍ ختمولو موخه يې په سيمه کې کشميريانو ته اقتصادي خوښي رسول دي.

«هندوستان ټايمز» ورځپاڼې ليکلي، چې د اسلام اباد او نوي ډيلي تر منځ د اوربند هوکړه د دروازو تر شا ډيپلوماسۍ له لارې شوې، چې تر ټولو زياته هڅه په کې د هند د ملي امنيت سلاکار اجيت ډوول او د هغه پاکستاني سيال معيد يوسف کړې ده.

معيد يوسف تر دې وړاندې ويلي و، چې پاکستان د اوربند او سولې لپاره خپلو ډيپلوماټيکو هلو ځلو ته دوام ورکوي او د اوربند هوکړه يې د پاکستان لپاره ډيپلوماټيکه بريا بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دلته یی د مسلمانانو سره جګړه توده ساتلې او خپله سره له هندوانو سره سوله او اوربند کوی. الله د زمونږه خلک هم پوه کړی چی د سولی او اوربند لاره غوره کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x