افغانستان

محب: پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه مهم دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): محب چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړوند «پر طالبانو د بندیزونو کمېټې» ناستې  ته  یې خبرې کولې  وویل، چې طالبانو «تاوتریخوالی» روان او د سفر له «معافیت ساتلی » نه په ګټه اخیستلو یې د مذاکراتو مېز ترک کړی او په سفرونو وتلي «طالبانو چې له حکومت او ټولنې سره بې مخينې تاوتريخوالي ته مخه کړې، د سفر د معافیت له امتیاز نه په استفادې د مذاکراتو له مېز نه د تېښتې په موخه ګټه اخلي ، وعدې ماتوي او له زندان نه د ازادېدو سره سره جګړې ته ستنېږي، په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تحريمونه خورا مهم دي.»

نوموړې ددې تر څنګ ادعا کړې، چې حکومت له متحدینو سره ګډ کار کوي تر څو ډاډمن شي، د ملګرو ملتونوبندیزونه د جګړې د شدت د کموالي لپاره کارول کېږي «د ملي امنيت سلاکار زياته کړه، افغانستان به له ټولو کلیدي متحدانو او د امنیت شورا له غړیو سره په دې برخه کې کار وکړي چې ډاډمنه کړي تحریمونه په افغانستان کې د سولې هڅې او سوله‌ييز خوځښتونه پياوړي کوي او د طالبانو د خشونت په مخنيوي کې ګټه ترې اخیستل کېږي.»

محب داسې مهال پر طالبانو د بندیزونو د راټینګولو هڅه کوي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او په تړاو یې طالبانو یو شمېر هیوادونو ته سفرونه هم کړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق مطابق امریکا باید د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو لګېدلي بندیزونه ختم کړي او د طالبانو مشران له تورلست څخه وباسي؛ خو تر دې دمه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x