افغانستان

حکومت له امریکا د ګوانتنامو د افغان بندي «اسدالله هارون» د خلاصون غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): کابل حکومت د امریکا له یوې فدرالې محکمې غوښتي، چې په ګوانتنامو کې پاتې افغان بندي «اسدالله هارون» له بنده خلاص او افغانستان ته ولېږي.

څلوېښت کلن اسدالله هارون چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې امریکایي ځواکونو له القاعدې سره د اړیکو درلودلو او د یوې اسلامي ډلې د مشرۍ په تور ونیو، د ژوند دریمه برخه یې زندان کې تېره کړې؛ خو کله هم محکمې ته نه دی وړاندې شوی.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت د روانې میلادي میاشتې په پنځمه نېټه د امریکا یوې فدرالي محکمې ته په سپارلي غوښتنلیک کې هیله کړې، چې اسدالله هارون له بنده خلاص او هیواد ته ولېږل شي.

اسدالله هارون چې اوس مهال په ګوانتنامو کې له څلوېښت نورو زندانیانو سره د تورو تمبو شاته پروت دی، څه موده وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتنه کړې وه، چې اسدالله هارون له بنده خلاص کړي.

څه موده وړاندې په لندن کې د وکیلانو یوې کمېټې هم د نوموړي د خلاصون په پار پر ټولنیزو رسنیو کمپاین وکړ او په همدې تړاو یې د سلګونو کسانو غوښتنلیکونه راټول کړل.

د اسدالله هارون د خلاصون غوښتنې داسې مهال دي، چې د بایډن اداره وایي، د اوباما د دورې د پالیسي په تعقیب هڅه کوي، د ګوانتنامو زندان تړلو ته زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x