افغانستان

بايډن د سعودي پاچا سره پر سيمه‌ييز امنيت او يمن جګړې په ختمولو ټيليفوني خبرې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): سپينه ماڼۍ وايي، د امريکا ولسمشر جو بايډن تېر ماښام د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره ټيليفوني خبرې کړي دي.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي ټيم وايي، ولسمشر بايډن او پاچا سلمان د سيمه‌ييز امنيت او يمن جګړې په ختمولو خبرې کړي دي.

تېره ورځ امريکايي رسنيو ويلي و، چې ښايي ولسمشر بايډن پاچا سلمان سره د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې قضيه هم راپورته کړي، خو د دې ټيليفوني خبرو پر مهال د خاشقجي يادونه ونه شوه.

جمال خاشقجي

د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» ويلي، چې پاچا سلمان د امريکا له ولسمشر سره د يمن جګړې پر سوله‌ييز حل خبرې کړي او زياته کړې يې ده، چې دوی هڅه کوي، د يمني ولس پرمختګ او امنيت لپاره به مهم ګامونه پورته کړي.

په دغه ټيليفوني اړيکه کې امريکا سعودي ته ډاډ ورکړی، چې د هر ډول بهرني برید پر وړاندې به يې دفاع کوي او د متحده ايالتونو او سعودي پر اوږدمهالې ملګرتيا يې ټينګار کړی دی.

سعودي پاچا بايډن سره د خبرو پر مهال «په سيمه کې د ایران د پراختايي فکر او د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه هم خبرې کړي دي.»

د سعودي رسمي خبري اژانس له مخې پاچا سلمان له سعودي څخه د دفاع د ډاډ په اړه له  ولسمشر بايډن څخه مننه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې هېواد به يې اجازه ور نه کړي، چې ایران اټومي وسلې تر لاسه کړي.

سپينه ماڼۍ وايي، ولسمشر بايډن د متحده ايالتونو له ارزښتونو سره سم د بشري حقونو او په سعودي کې د قانون پر حاکميت ټينګار وکړ.

د امريکا د نوي ولسمشر جو بايډن ادارې مطبوعاتي ټيم څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د منځني ختيځ په اړه د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تګلارې ځان لرې ساتل غواړي.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي مسؤول جن ساکي ويلي، چې ولسمشر جو بايډن په منځني ختيځ کې د خپل مهم ايتلافي سعودي عربستان سره د اړيکو په اړه له سره فکر کوي.

د چارو څارونکي وايي، داسې ښکاري، چې جو بايډن د وليعهد محمد بن سلمان پر ځای د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره د مستقيمو اړيکو له لارې د خبرو حل کول غواړي، په داسې حال کې، چې د پاچا سلمان عمر له اتيا کالو زيات دی، روغتيايي وضعيت يې هم ډېر ښه نه دی او د حکومت واک يې هم تر ډېره د زوی او وليعهد په لاس کې دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي؛ «د امريکا راتلونکې تګلاره به د قانون د حاکميت او بشري حقونو ساتنې ته لومړيتوب ورکوي.»

پخواني ولسمشر ټرمپ د خپل زوم او ځانګړي سلاکار جيرډ کوشنر پر مټ د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره نږدې اړيکې جوړې کړې وې او د امريکا له لوري پر سعودي پلورل شوې وسلې د يمن په جګړه کې کارول کېدې، چې د ټرمپ ادارې هم پرې سترګې پټې کړې وې.

ولسمشر بايډن د خپلې واکمنۍ په لومړيو ورځو کې د يمن جګړه کې د سعودي د پوځي ملاتړ ختمولو اعلان وکړ، ورپسې داسې رپوټونه هم خپاره شول، چې واشنګټن غواړي په يمن کې د سعودي پر خلاف جنګېدونکې د حوثي ملېشو ډله د ترهګرو له تور نوملړه وباسي او همدارنګه د بايډن ادارې او د ایران حکومت سره د اټومي تړون په اړه خبرو ته مشروط تياری ښوولی دی.

پورته خبرې درې واړه د سعودي لپاره ښه زيری نه بلل کيږي او اوس، چې جو بايډن له سعودي سره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تګلارې پر خلاف دريځ غوره کوي، ښايي دا د دواړو هېوادونو پر اړيکو او راتلونکي اغېز ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x