روغتیا

هرات کې د چرګانو «ایچ۵ این۸» ویروس موندل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): د څارویو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (OIE)‌ د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی چې په افغانستان کې د مرغانو «ایچ۵ این۸» انفلونزا موندل شوی دی.

د څارویو روغتیایي سازمان په خپل راپور کې ویلي، په هرات ولایت کې د ایران پولې ته څېرمه د چرګانو په ځینو فارمونو کې انفلونزا موندل شوې چې تر دې دمه یې ۷۴۹ چرګان وژلي او شاوخوا ۲۲زره نور پرې اخته شوي دي.

په دې تړاو د هرات روغتیا ریاست ویلي چې دغه ویروس تر دې دمه د چرګانو پنځه فارمونو ته رسېدلی چې د یوه فارم ټول چرګان په کې له منځه تللي دي.

د چرګانو نه انسان ته لیږدیدونکی (H5N8) انفلونزا په انسانانو کې وژونکی ثابتېدلی شي، دغه ویروس څه موده وړاندې په روسیه کې انسانانو ته لیږدول شوی، خو ویل کیږي له یوه انسان څخه بل ته نه لیږدل کیږي.

باید وویل شي چې په لومړي وار د مرغانو انفلونزا انسانانو ته د لیږدونې پېښې څه موده وړاندې په روسیه کې راپور شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x