لیکنېنظــر

ناټو او افغانستان

سیف الله خان کیمور

له څو میاشتو راهیسې او په خاص ډول له هغې ورځې چې د امریکا په رياستي انتخاباتو کې د بایډن د ادارې رامنځ ته کیدل یقیني شوه؛ د ناټو نارویژني سرمنشي یان سټولټن برګ په تکرار تکرار دلته او هلته ضد او نقیض او یا لږ تر لږه داسې بیانونه ورکړي او ورکوي یې چې له مقایسې یې بې له دې چې دا بیانونه د لوبې ګرۍ د تندو خو وارخطا هڅو په نامه ونومول شي کوم بل منطقي مفهوم نه افاده کوي.

د بیلګې په ډول؛ دی کله وایي چې مونږ له امریکایانو سره یو ځای راغلي یو نو یو ځای به ځو، کله وایي چې دوی پلان لري چې د دوحې د تړون خلاف د مۍ له میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

بیا وایي چې له افغانستان څخه وتل او نه وتل په شرایطو پورې اړه لري او د خروج  له پاره دا لازم شرایط تر اوسه نه دي برابر شوي.

دا هم وایي چې د ناټو وتل د هیواد په داخل کې د دوی شل کلنو لاسته راوړنو ته ګواښ دی چې په هیڅ صورت ده ته د منلو وړ نه دی.

ښکاره ده چې ددې او دې ته ورته بیانونو مفاد دادی چې ګویا ناټو د دوحې تړون ته د وفادارۍ خیال په زړه کې نه لري او په دې اساس ویلای شو چې ددې سازمان منشي د د دوحې د تړون سبوتاژ او تخریب ته پخه ملا تړلې ده.

کله چې بیا دا ښاغلی په بل موډ کې وي نو بیا وایي چې طالبانو خپل توافقات نه دي عملي کړي او له دوی نه په کلکه غواړي چې د دوحې د تړون مطابق تشدد کم او له ترهګرو سره تر اوسه دده له نظره موجودې ا‌ړیکې دستي پرې کړي، دا هم وایي چې طالبان باید دا هم اطمیناني کړي چې افغانستان هیڅکله هم بیا د تروریزم په ځاله بدل نه شي.

ددې ډول بیانونو مفاد برعکس دا ښکاري چې ناټو د دوحې تړون ته ژمنتیا لري خو متاسفانه چې دا طالبان دي چې صلح نه غواړي او له جګړې مخ نه اړوي.

دی په دې وسیله کوښښ کوي چې د تړون د نه عملي کیدو په صورت کې پړه د طالبانو په غاړه واچوي او په عامه اذهانو کې یې محبوبیت وننګوي.

دلته ددې موضوع د روښانه کولو له پاره چې سم وپوهیږو چې ددې ښاغلي ددی متناقضو بیانونو شاته څه پراته دي او هغه څه شی دي چې دده په څیر یو حرفوي دیپلومات یې د بې خردۍ په یوه بې مثاله ګدۍ سور کړی دی، څلور ممکن وجوهات په لاندې ډول ذکر کوو.

اول: ناټو هغه سازمان دی چې د خپل موجودیت معقولیت یې ډیر پخوا يعنې دیرش کاله د مخه هغه وخت چې د شوروي اتحاد سترې امپراتورۍ د مجاهدینو د مرګوني ضربو لاندې ساه ورکړه له لاسه ورکړی دی.

د یادولو ده چې د ناټو سازمان په ۱۹۴۹ م کال کې په اروپا کې د کمونیزم د انتشار د مخنیوي په منظور رامنځ ته شوی دی او له هغې ورځې چې د دې سازمان د تاسیس بنیادي مشن Mission خپل موجودیت د کمونیزم د زوال په شکل کې له لاسه ورکړی دی، د ناټو لیډرشپ همېشه په دې کوښښ کې دی چې د ناټو د تداوم Self-perpetuation له پاره وخت په وخت نوې بهانې ولټوي.

رښتیني او وهمي مسؤلیتونه خلق او خپل رول د نړۍ والو ننداری ته وړاندې او د خپل موجودیت د بقا په امید مادي دلایل او مثالونه پیدا کړي.

تر اوسه د ناټو دې مسؤلیتونو کله په اروپا کې د اروپایي اتحاد په نفع د نشنلزم ضد شکل اخستی او کله یې بیا هم د دیموکراسۍ او ازادۍ څخه د دفاع په نوم خپل سیاسي نفوذ او بقا توجیه کړې ده.

په ټوله کې، د تروریزم ضد فعالیتونه، د سایبري حملو مخنیوی او د غربي ارزشونو تعمیم او جهاني کول ټولې هغه مناسبې ساحې تشخیص شوي دي چې ناټو په کې د خپل دوام په خاطر رول لري، غواړي یې، ساتي یې او لټوي یې.

نو په دې اساس په افغانستان کې د ناټو او امریکایي فوځیانو د پاتې کیدلو له پاره لابي کول او امریکایانو ته دا مخې ته کیښودل چې ګویا د دوی د فوځیانو پاتې کیدل په دې هیواد کې د ټولې غربی نړۍ په ګټه دي، د ناټو د عمومي خو زړې ستراتیژۍ ( د سازمان بقا ) نوې برخه ده.

سټولټن برګ په دې ښه پوهیږي چې د بې ضرورته او بې هدفه سازمان موجودیت نه همیشه او نه تر ډیر وخته توجیه کیدلای شي.
نو ځکه کوښښ کوي چې په افغانستان کې د ناټو د موجودیت دوام ته معقولیت ولټوي، هغه بې ځایه او بې منطقه موجودیت ته چې د امریکایي استکبار(بش په دې هم نه پوهیده چې افغانستان د نړۍ په کوم ګوټ کې پروت دی) د يوې سترې تاریخي غلطۍ نتیجه ده.

دی ښه په دې پوهیږي چې د امریکا نظامي مداخله په افغانستان کې او د ناټو روبوتیک متابعت نه شل کاله د مخه د توجیه وړ و او نه نن کوم رښتینی حقوقي استناد لري.

دویم: د ناټو له نظره له افغانستان څخه  ددې اتحاد خروج او هغه هم د دوحې د توافقاتو په نتیجه کې چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ امضا شوې او په کومو توافقاتو کې چې دا سازمان هم د کابل د حکومت په څېر بیخي څنډې ته شوی دی ډیره د شرم او بې عزتۍ خبره ده.

ناټو ته چې په ۲۰۰۳ م کال کې د امریکا د حکومت په درخواست او د ۱۹۴۹م کال د واشنګټن د معاهدې د پنځمې مادې د امریکایي تفسیر په اساس (د ناټو په یوه عضوه حمله په ټولو حمله ده) په دې هیواد کې د میشتیدلو زمینه برابره کړل شوه اوس دا منل ډیر ګران دي چې د داسې یو خوار او بې وسې ملت د سرښندنو په نتیجه کې چې امریکایان یې حتی په خپل تعریف ملت هم نه بولي دې ته حاضر شي چی دومره بربنډې رسوا او شرمیدلې عقب نشیني ته غاړه کيږدي.

علاوه پر دې مهمه خبره داده چې سټولټن برګ په دې ښه پو هیږي چې د ده لښکر د امریکایي هوایي حمایت څخه پرته په دې هیواد کې هیڅ هم نه شي کولای.

نو د ده مشکل دا دی چې د امریکایي قواوو د خروج په صورت کې که د ناټو فوځ پاته شي څرنګه د خپلو عسکرو امنیت خوندي کړي او که د امریکایي قواوو سره یو ځای د دوحې د تړون مطابق ووځي نو د افغانستان د حکومت په مقابل کې خپلو کړو تعهداتو ته د بې غیرتۍ شا اړول په کوم شرمیدلي بیان توجیه کړي.

دا وجه ده چې د ناټو په وروستۍ غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر ده ته د انسجام او مشورو د کلماتو په استعمال د یو ځای وتلو اطمینان ورکړ

او د ناټو د دفاع وزیرانو هم په یوه اواز هر څه امریکا ته حواله کړل او ویې ویل چې دوی بې له دې چې د امریکا په پله روان شي بله لار نه لري.

دا خبر غني ته ښه پیغام نه دی، په دې معنی که امریکایان ځي نو دا اروپایي اته زره لښکر ورسره یو ځای درومي او د پاتې کیدو نه دي.

د يادونې وړ ده چې ناټو د ۲۰۱۵ م کال څخه وروسته د افغانستان د حکومت سره په یوه جلا چوکاټ کې چی تفصیل یې وروسته راځي همکاری کوي او تر ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې یې د افغانستان د حکومت سره د همکاریو ټټر وهلی دی.

داسې ښکاری چې د شږو دا جوړ شوی بند هم سره له دې چې انګیلا میرکل یې اوس هم په ۱۳۰۰ عسکرو د ټینګولو کوښښ کوي د ټینګې نه دی.

ژر به ښکاره شي چې ناټو ته د يوې مستقلې پدیدې په حیث کتل که  سیاسي بې خردي نه وي نو د هغه اوبو اخستی(غنی) په معنی ده چې هر بوټي ته لاس اچوي.

دریم: سټولټن برګ چې یو مطلق Atheistیعنې خدا ناشناس دی په تعلیمي سابقه کې یې د اوسلو له پوهنتون څخه د اقتصاد ډګري هم لري.

له دې وجې دی نړۍ صرف د ګټې او تاوان په دوالیزم کې ګوري. دی ازادي او غلامي ، حق او باطل ، ښه او بد ټول د اقتصادي ګټې او تاوان په ترازو ارزوي او جنګ یواځې لوژستیک بولي.

دی له دې کلیې بیخي بې خبره دی چې څه ته د لوی خدای اراده وشي هلته طبعي قوانین په ټپه دریږی، دا هم ورته ګرانه ښکاري چې خپل موفق سیاسی کریر چې تر اوسه یې کله د ناروې  د ماليې وزیر په حیث او کله هم  د هغه هیواد د صنعت د وزیر او کله هم بیا د صدراعظم په حیث مختلف وظایف اجرا کړي دي د لومړي ځل له پاره او هغه هم د طالبانو له لاسه پیکه او بدرنګه وویني.

دی داسې انګیري چې د ده ددې اوسني ماموریت (د ناټو منشی په حیث) چې د ۲۰۲۲ م کال تر نیمايي پورې دوام کوي موفقیت او ناکامي تر ډیره حده په افغانستان او عراق کې د ناټو د قواوو په موجودیت او عدم موجودیت پورې غوټه شوی ده.

څلورم: د سټولټن برګ د موقف د پوهیدلو له پاره لازمه ده چې په افغانستان کې د ناټو اوسنی مشن چې د قاطع ماموریت RSM) )Resolute Support Mission په نوم یادیږي او جنګي ماموریت نه لري وپیژنو.

ددې مشن اهداف د افغان امنیتي ارګانونو ټریننګ، اردو ته مشورې ورکول او اکمالات دي چی د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې پس له هغې چې د  ۲۰۱۴ م کال د دسمبر په اته ویشتمه دInternational Security Assistance For Afghanistan (ISAF) مشن پای ته رسیدلی اعلان شو؛ شروع شوی دی.

سټولټن برګ د ۲۰۱۴ م کال د مارچ په اته ویشتمه يعنې ددې نوي مشن له شروع څخه پوره نهه میاشتې دمخه  د Rasmussen په ځای د ناټو د عمومي منشي په ځای په دنده وګمارل شو او د همدغه کال د اکتوبر له لومړۍ ورځې یې رسماً خپله دنده پیل کړې ده.

د RSM د مشن عملیاتي پلان د ناټو د غړو هیوادونو د خارجه چارو وزیرانو له خوا د ۲۰۱۴ م کال د جون په اواخرو کې تصویب شوی، اشرف غنی او د ناټو ملکي نماینده Maurits Jochem د۲۰۱۴ کال د سپټمبر په دیرشمه  په کابل کې دستخط کړی او بیا وروسته د ملل متحد د امنیت د شوری له خوا ۲۱۸۹ فیصله نامې تر عنوان لاندې تصویب شوی دی.

د ISAF مشن د ملل متحد د امنیت د شوری په وسیله د ۲۰۰۱ کال د دسمبر د ۱۳۸۶ فیصله نامې تر عنوان لاندې د بن د کنفرانس په تعقیب تاسیس شوی دی.

ددې مشن اهداف د ملي اردو تقویه او د مهمو حکومتي موسساتو عمران وه. دې مشن بر عکس د RSM د طالبانو په مقابل کې جنګي ماموریت هم درلود.
هسی خو یو هم له دې دواړو مشنونو څخه د اعتبار وړ قانوني استناد او بنیاد نه لري خو د ISAF د جنګي مشن د خاتمې اعلان او د هغه په عوض د RSM د غیر جنګي مشن رامنځ ته کول پرته له دې بله کومه معنی نه شي درلودلای چې نور نو د پردیو قواو اشتراک په نظامي عملیاتو کې حتی د ناټو په منطق هم کوم قانوني بنسټ نه لري.

لهذا هغه ټول نظامي عملیات  چې د ناټو له خوا په تیرو شپږو کلونو کې يعنې د RSM له شروع څخه ترننه ترسره شوي او یا ترسره کېږي، ددې عصري او متمدنې نړۍ د لا قانونیت یوه بربنډه نمونه ده. د دې پر ځای چې سټولټن برګ د دوحې د تړون د بې اعتباره کولو هڅې وکړي ده ته تر هر څه لومړی دا په کار دي چې د RSM نظامي کړنې چې تر ننه جریان لري د خپلو تعین شوو اهدافو په رڼا کښی چی جنګی نه دی وارزوی. يواځې د خپل موجوده ماموریت د دورې د سرته رسولو په امید په نورو میکانیزمونو له شخصي کینې ډکې حملې او د ډیرو نورو ناکامو او ذلیلو سیاسیونو په څیر خپلې مردارۍ نورو ته پریښودل نه انسانیت دی او نه د یو ممتاز او موفق سیاسي کرکټر خصلت.

په لنډ ډول، د څار د میکانیزم  موجودیت د هرې ستراتیژۍ یوه نه بیلیدونکې برخه جوړوي.

پوښتنه داده چې ایا د ناټو د قاطع ماموریت د څار له پاره د افغانستان حکومت ،ملل متحد، امریکا، او یا په خپله ناټو کوم میکانیزم لري.

د ۲۰۱۵ م کال د جنوري د میاشتې را په دې خوا ترننه د بهرنیو قواو له خوا ترسره شوي جنګي عملیات په کوم قانوني چوکاټ کې تر سره شوی او کیږي.

د بایډن ادارې خو د دوحې د تړون د ارزیابي کولو تکل کړی دی، خو څوک به هغه خودسرۍ او جنګي فعالیتونه چې د RSM تر نامه لاندې د ناټو د قواوو له خوا چې اصلا جنګي ماموریت نه لري وارزوي.

نتیجه:
د پورتنیو معلوماتو په رڼا کې ويلای شو چې سټولټن برګ د خپلو متضادو او له تهدیده ډکو بیانونو نتیجه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تر یو حده تر لاسه کړه.

دا او د مقالی نور عمده نقاط مونږ دلته په څو ټکو کې په لاندې ډول خلاصه کوو.

اول: امریکایان به ناټو یواځې نه پریږدي، په دې معنی که امریکایان د خپلو قواو د خروج وروستۍ نېټې ته چې د دوحې د تړون له مخې لږ او ډیر دوه میاشتې وخت ورته پاتې دی، وفادار پاتې کیدل غواړي نو دا به د ناټو سره په همغږۍ صورت نیسي.

د امریکا د دفاع وزیر اطمینان ورکړ چې ناټو به دا چانس ولري چې خپل بار او بسترې تړل د امریکایي قواوو له خروج سره هم اهنګ کړي.
(د سټولټن برګ مرګونې ویره).

افغانستان هم یو عجیب مملکت دی، دلته د امنیت تامین ته راغلي بین المللي قهرمانان په خپله ویرې اخستي دي.

دویم: ناټو خپلې قواوې په عراق کې څو چنده زیاتوي.(د ناټو د بقا او نجات ویره) د دې دا معنی کیدای شي چې امریکایان د عراق تخلیې ته د افغانستان په څیر وارخطا نه دي او ناټو هم د خپل موجودیت له پاره داسې یو محیط ته ډیره ترجیح ورکوي چې جنګ جګړې امریکایان کوي او بریتونه دوی تاووي.

دریم : غني که څه هم د ناټو د قطعي پریکړې ځنډیدل د خپل نظره ظاهراً مثبت ارزيابي کوي او هیله لري چې دا نامعلوم حالت به د طالبانو په لیډرشپ رواني فشار زیات کړي او دا فشار به د مذاکراتو جهت ته دده په ټرمونو تغیر ورکړي، خو ټول هغه څارونکي چې د مسئلې پټو اړخونو ته توجه کوي په دې پوهیږي چې د ناټو او امریکایانو یو ځای وتل د RSM د مرګ معنی لري.
بې له RSMڅخه د افغانستان اردو هغه مریض ته پاتې کیږي چې د ضرورت په وخت کې یې د سیروم سره ارتباط شي.

څلورم: په هر صورت مونږ افغانانو ته لږ تر لږه دا په یاد ساتل په کار دي چې د ISAF او RSM د مشنونو ترمنځ د Scope څرګند او واضح توپیر چې په عین حال کې دوه جدا زماني مقاطع پوښي، د کرزي او غني او د هغوی د داخلي  ګوټکونو د مسؤولیتونو  د حدودو په  ټاکلو کې د افغانستان د سترو پرګنو په وړاندې کافي مرسته کولای شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x