افغانستان

کندهار: طالبانو په کندهار کې له قومندان سره یو ځای څلور عسکر وژلي

نن ټکی آسیا(یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۳): طالبانو د کندهارپه ښواروک کې د یوې پوستې د قومندان په ګډون څلور عسکر وژلي دي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دوی د ښوراوک په چولي پوسته برید کړی دی او د پوستې د قومندان په ګډون يې څلور عسکر وژلي دي، او پوسته يې پوره ترواک لاندې ده.
ویل کېږي چې یاد برید د چولي په پوسته چې د ښوراوک په وچ ګنډيري سیمه کې پرته وه، تېره شپه نهه بجې پیل شو چې دوه ساعته يې دوام وکړ.
طالبان وايي چې په برید کې يې یوه کرولا او دوه عرادې رینجر موټر هم سوځولي دي پر دې سربېره «د دښمن یوه دهشکه ، یو زیکویک ، یو هفتاد پنج ، یو وسط هاوان ، دوه ثقیلان ، ۶ کلاشنکوفونه ، ۴۰ پیره دراکټ مرمۍ اوګڼ شمېرنورمهمات یې مجاهدینوغنیمت کړل.»
بل پلو همدا نن سهار د کندهار ولیات په تخته پل ولسوالي کې دوه افغان امنیتي ساتونکي له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
طالبانو پخپله خبرپاڼه کې د دې دوو تنو نومونه «عبدالمتین او محمد نعیم د صاحب خان» زامن ښوودلي دي. او ويلي يې دي چې د دوی د جلب اوجذب د کمیسیون په مټ يې د ځان ملګري کړل.
د کندهار ځايي چارواکو تراوسه د یادو دوو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قندهارى

الحمدلله ثم الحمدلله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x