ورزش

د هوتک برازیلی سیال: افغانستان کې د لوبې پرمهال په مرګ ګواښل شوی وم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): د فبروري میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د رزمي سیالیو افغان تکړه مبارز احمد ولي هوتک د خپل برازیلي سیال لیونارډو باربوسا پر وړاندې سیالي ترسره کړه چې برازیلي سیال یې په دوهم پړاو کې راپرځوه.

له سیالۍ شاوخوا دوه اونۍ وروسته برازیلي لوبغاړي ادعا کړې چې په کابل کې د سیالۍ پرمهال په وسلو سره ګواښل شوی او د خپل ژوند ژغورلو په خاطر یې خپل سیال ته بریا پریښودلې ده.

برازیلی سیال لیونارډو وایي، کله چې افغانستان ته راغی په ښه توګه یې ښه راغلاست وشو، خو په وینا یې «د سیالۍ په شپه د جامو بدلولو په خونه کې یو کس راغی، څه یې وویل چې زه نه پوهېدم، خو هغه وښودله چې وسله وال دی».

لیونارډو چې هوتک ته یې په اسانه لوبه بایللې وه وویل، کله چې لوبه پېل شوه هغه کس چې مخکې یې خپله وسله ښودلې وه د دوه ساتونکو سره لوبې ته نږدې شول او په غوصه یې څه راته وویل.

برازیلي لوبغاړي څرګندوي چې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره یې سیالۍ خپل سیال ته پریښې وه، خو هغه انتظار کوي چې هوتک له افغانستان څخه بهر له ده سره مخامخ شي.

په خپله احمد ولي هوتک د برازیلي سیال دغه تورونه رد کړي او وایي، له دوی څخه غوښتنه شوې چې عربي اماراتو کې یوه بله سیالي وکړي، هوتک وایي که څه هم چمتو دی، خو له خپلو ملاتړ کونکو او روزونکو سره له مشورو وروسته به د دغې سیالۍ په اړه پریکړه کوي.

هوتک د باربوسا ادعا په غبرګون کې وایي، «زه مبارز یم که د باربوسا ساتونکی؟ ښه، لومړی: څه معلومه ده چې د هغه ادعا سمه ده، دوهم: که سمه هم وي نو ایا دا روښانه ده چې وسله وال کس نوموړي ته څه ویلي، دریم: که ومنو هغه کس ګواښلی هم دی نو ته څنګه مبارز یې چې د یوه عادي کس له کبله په رسمي لوبه کې خپل ځان راپرځوې او لوبه بایلې؟» هوتک ټینګار کوي چې هیڅ سالم منطق دا نه مني.

د احمد ولي هوتک او لیونارډو باربوسا ترمنځ سیالۍ د سلواغې په ۲۳مه نېټه (فبروري ۱۱مه) په کابل کې ترسره شوې وه.

له لوبې وروسته ځینو کسانو ادعا وکړه چې برازیلی مبارز پيرود شوی و، خو هوتک دغه ادعاوې ناسمې بللې دي.

په دې تړاو هوتک وایي، «که برازیلی سیال ادعا کوي ولو که ادعا یې سمه وي یا ناسمه، مګر د هغو کسانو لپاره د شرم وړ خبره ده چې د خپل تعصبي چلند او حسد له مخې دا سیالۍ له درغلۍ ډکه بلي، خو ددوی تعصب او حسد به ددوی د شرمېدو لامل کیږي، دوی هڅه کوي د برازیلي ادعا په پراخه کچه ولمانځي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

خبره د برازیلی سیال د ادعا په څرنګوالی کی نه ده بلکه خبره پدې کی ده چی اصلاً دا ډول ورزش د انسانی کرامت خلافت ورزش دئ ضمناً د یوې ټولنی پرمختګ او په هره برخه کی مثبتی سیالۍ باید موازی بڼه ولری معنی دا چی د ورزش او هنر د مثبت پرمختګ تر څنګ د ژوند په نورو برخو خصوصاً ښوونی او روزنی او اقتصاد په برخه کی هم باید بریالۍ هڅی وشی. یوازی په ( مثلاً ) په کرکِټ یا د خرو لوبه ( فری فایټ ) کی بریالیتوبونه زموږ د خلګو نه په درد خوری او نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x