افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه: د افغان سولې په  تړاو د ناستو جوړولو ته تیار یو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): د روسیې  د  بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» وایي، هیواد یې په  افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره هڅې کوي او چمتو دی له امریکا، چین، پاکستان او نورو هیوادونو سره په ګډه د افغان سولې په تړاو ناستې بیا پيل کړي.

لاوروف چې نن یې د کابل حکومت د بهرنیو چارو  له وزیر «حنیف اتمر» سره په ګډه یوې خبري ناستې  ته وینا کوله وویل، چې روسیه په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د جګړې د ښکېلو غاړو په خوښه هر اړخیزې مرستې کوي او همېشه د مسکو د ناستو په قالب کې د افغانانو تر منځ ناستو برابرولو ته چمتووالی لري.

نوموړې وړاندې زیاته کړې، چې مسکو ددې تر څنګ د پاکستان په ګډون له امریکا او چین سره ګډې درې  اړخیزي ناستې جوړې کړي او همېشه چمتو دی دا ډول ناستې چې د سیمې ټول مهم هیوادونه او امریکا پکې ګډون لري؛ بیا ځلې پیل کړي.

لاوروف ددې تر څنګ ادعاء وکړه، چې هیواد یې افغانستان ته د «انجینرۍ، ساینس، اقتصاد» او نورو علمي برخو لپاره د کدرونو په روزلو کې رول لوبولی او له یاد هیواد سره متقابلو همکاریو ته چمتو دی.

لاوروف وویل، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د اتمر په لاس د روسیې د ولسمشر «ولادیمیر پوتین» په نوم لیک لېږلی او د لا نورو متقابلو مرستو د غوښتنې تر څنګ یې د مسکو له لوري تر دې دمه د شویو همکاریو مننه کړې.

په دغه ناسته کې لاورف پر طالبانو غږ وکړ، چې په افغانستان کې  د جګړې د شدت کچه راټيته کړي، کړې ژمنې عملي کړي او یوه مثبت حالت ته د سولې د خبرو د رسولو تر څنګ د ملي امنیت شورا قوانینو ته غاړه کښېږدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید په لوړې کچې اندېښنه وښوده او هیله يې وښوده، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید کچه راټيټه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x