افغانستانسولې اړوند خبرونه

داودزی: افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو په تړاو د پاکستان چلند «مثبت» لوري ته روان دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لپاره د کابل حکومت د مشر ځانګړی استازی «عمر داوودزی» وایي، افغانستان کې د سولې د تامین او د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو د پاکستان په چلند کې بدلون راغلی او مثبت لوري ته روان دی.

داوودزی چې پاکستان ته په درې  ورځني رسمي سفر تللی، له بي بي سي سره يې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خپل سفر په مهال یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په  اړه تفصیلي خبرې کړې دي او دا یې درک کړې، چې د پاکستان دریځ د پخوا په پرتله ښه شوی او مثبت لوري ته روان دی.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «پاکستان ادعا کوله چې دوحه کې یې د سولې خبرو بیا پیلولو کې رول درلود. موږ یې مننه وکړه.‌خو موږ ترېنه غوښتنه وکړه چې نور باید د اورکم پر ځای د اوربند خبره وشي. اورکم پخوا هم اعلان شوی و، خو پایله یې موږ ولیده او په اصل کې تاوتریخوالی لا ډېر شو.»

د عمر داوودزي پورتنۍ څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه دي، چې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې «ډي جي ای ایس پي ار» مشر «جنرال بابر افتخار» وویل، طالبان به د نویمو لسیزو خلاف د زور له لارې د افغانستان تر واک لاندې راوستلو کې بریالي نشي او نه به هم پاکستان له هغوی ملاتړ وکړي.

د افتخار په خبره، افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین هره پرېکړه په افغان ولس او د «افغان حکومت» پورې اړه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x