افغانستان

هرات: اربکيانو يو ځوان وژلی او يو صراف يې ټپي کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): په هرات ولايت کې سيمه ييزو اربکيانو يو عام لاروی ځوان وژلی او يو تن صراف يې ټپي کړی دی.

راپورونه وايي چې تېره ورځ ددې ولايت په کهسان ولسوالۍ کې د الیاس په نامه يو ځوان چې په لاره روان و؛ اربکيانو لومړی له لارې ګرځولی او بيا يې په سر ويشتلی دی.

له پېښې وروسته ياد ځوان په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی و چې نن ماښام يې په روغتون کې سا ورکړه.

ټاکل شوې ده د وژل شوي الياس جنازه سبا د هرات ښار په مرکزي جامع جومات کې اداء شي او د ياد ځوان کورنۍ او خواخوږو يې د لاريون تابيا هم نيولې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوی ځوان له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره تړاو نه درلود او په وينا يې چې د همزولو ترمنځ يو دوست پال او شوقي ځوان په توګه پېژندل کېده.

په هرات ولايت کې په يوې بلې ورته پېښه کې د حاجي غلام رسول په نامه يو تن صراف هم چې کور ته په لاره و د اربکيانو له لوري په لاره درول شوی، وهل او ټکول شوی او له هغه وروسته يې پرې ډزې کړي او ټپي کړی يې دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x