نړۍ

د امریکا د استخباراتو راپور: د سعودي ولیعهد د خاشقجي د تښتولو او وژلو امر کړی وو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د ملي استخباراتو راپور کې راغلي چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د جمال خاشجقي د تښتولو او وژنې اجازه ورکړې وه او نوموړي دغه ژورنالیست د سعودي لپاره یو ګواښ باله.

په راپور کې راغلي چې په هغه وخت کې پر ټولو استخباراتي او امنیتي ادارو باندي د سعودي وليعهد واک ټینګ وو او هیڅ داسي پيښه د هغه په ناخبري او بې اجازې ممکنه نه وه.

راپور زیاتوي، هغه کسان چې ترکیې ته د کال ۲۰۱۸ په اکتوبر میاشت کې رسیدلي وه، یو شمیر یې د سعودي د باچا د دفتر مربوط کسان وه، چې مشري يې سعود القحطاني کوله، چا چې په ښکاره ویلي وه، هیڅ داسي کار نه کوي چې د ولیعهد موافقه یې نه وي اخیستې.

د امریکا په کانګریس کې د استخباراتي کمیټې مشر آدم شیف ویلي که د ولیعهد محمد بن سلمان جرم ثابت شي، نو یوازي پر بندیزونو باندي باید اکتفا ونه شي.

بلخوا د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې نن د جمعې په ورځ امریکا پر ۷۶ سعوديانو باندي بندیزونه ولګول او زیاته یې کړه چې له دې وروسته به امریکا د سعودي له لوري د مدني فعالانو، مخالفینو او ژورنالیستانو ګواښونکې پالیسې ونه زغمي.

د نوموړي په وینا جوبایډن په ښکاره ډول ویلي چې د سعودي سره به اړیکه زمونږ د ارزښتونو په رڼا کې وي.

د بایډن په اداره کې یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې د امریکې د وزارت خزانې لخوا به د سعودي د استخباراتو پر پخواني مرستیال احمد عسیري بندیزونه هم ولګیږي او همداسي د سعودي په امیري ځواک کې د چټګ غبرګون پر ځواک به هم د بندیزونو اعلان وشي.

د یادونې وړ ده چې سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي چې ډیر وخت د سعودي شاهي کورنۍ ته نیژدې پاته شوی وو، په سعودي کې د ولیعهد محمد بن سلمان د ټاکل کېدو وروسته امریکې ته تښتېدلی وو او هلته یې په واشنګټن پوسټ کې د سعودي د حکومت او محمد بن سلمان د سیاستونو پر خلاف فعالیت کاوه.
نوموړی د ۲۰۱۸ د اکتوبر میاشتې پر دوهمه نیټه په ترکیه کې د نکاحنامې جوړونې په خاطر د سعودي کونسګلرۍ ته تللی وو او هلته وژل شوی وو. تر وژنې وروسته یې جسد هم ونه موندل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

پر یو چا باندي د قاتل تور لګولو وړاندي باید د مقتول قتل ثابت سي او د مقتول د قتل د اثبات لپاره د جسد موندل اړین دي. تر څو چي جسد موندل سوی نه وي جمال خاشقجي باید ورک وبلل سي او پلټنه دي یې ادامه ولري. د روسي یرغل په وروستیو شپو کي د کندهار په محله جاتو کي چي د سره پوځ کوم کومانډو ووژل سول او مړي یې مجاهدینو د محله جاتو په څاهانو کي ښخ کړل، هغه خلګ د روسیې په معلوماتي ریکارډ کي تر نن ورځي پوري ورک بلل کیږي، حال دا چي ډیر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x