
اشرف غني د برتانیا له لومړي وزیر سره د افغان سولې په اړه غږېدلی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د برتانیا له لومړي وزیر «بوریس جانسن» سره تلیفوني خبرې کړې دي او دواړو لوریو د افغانستان او برتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې په اړه بحث کړی.
له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې د برتانیې لومړي وزیر اشرف غنی ته د افغانستان سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او د کابل حکومت له دولتي عسکرو څخه د خپل هیواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
د خبرپاڼې په بنسټ، د تلیفوني خبرو په مهال دواړه لوري د افغان سولې پروسې په راتلونکو ګامونو هم وغږېدل او د برتانیې لومړي وزیر په افغانستان کې د جګړې د شدت د زیاتوالي له امله اندېښنه وښوده.
دغه تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې په قطر کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی او له کابو یوه میاشتني ځنډ وروسته دواړه لوري یو ځل بیا د مذاکراتو مېز ته راګرځېدلي.
یو شمېر سرچیني وایي، تېره ورځ هم دواړو لوریو ګډه ناسته کړې او د مذاکراتو د اجنډا په جزئياتو باندې غږېدلي دي.