افغانستان

بلخ: عسکرو په سیمه ییز روغتون کې پوسته اچولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د کابل حکومت عسکرو د اړوندې سیمې په پنځوس بستریز روغتون کې پوسته اچولې او زرګونه کورنۍ يې روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې کړې دي.

د بلخ ولایت له دولت اباد ولسوالۍ څخه د سیمې یو شمېر اوسېدونکو او ډاکټرانو شمشاد تلویزون ته ویلي، چې عسکرو په پنځوس بستریز روغتون کې د پوستې اچولو تر څنګ روغتیایي پرسونل هم شړلی چې له امله یې د سیمې زرګونه کورنۍ روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي دي.

د راپور په بنسټ، د یاد روغتون مالي ملاتړ کوونکې مؤسسې بیا ډاکټرانو ته ګواښ کړی، که روغتون ته ولاړ نشي او کار پیل نکړي؛ معاشونه به پرې بند کړل شي.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا رییس هم پېښه تاییدوي او د عسکرو دا کار د اندېښنې وړ بولي.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په عامه ځایونو کې پوستې اچوي، تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي، چې څرګندوي، عسکرو په روغتونونو، ښوونځیو او یا نورو عامه ځایونو کې  قرارګاوې جوړې کړي دي او ولسي وګړي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x