
له سعودي عربستانه سنګاپور ته تلونکې د اسرائيلو بېړۍ کې چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل): د عمان په سمندر کې د اسرائيلو په سوداګريزه بېړۍ کې چاودنه شوې، خو تر اوسه د پېښې مسؤوليت چا نه دی منلی او نه هم د مرګ ژوبلې په اړه څه ويل شوي.
فرانس پريس خبري اژانس وايي، دا اسرائيلي بېړۍ «هيلوس ري» د سعودي عربستان دمام سمندري بندرګاه څخه سنګاپور ته روانه وه، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د عمان په سمندر کې پرې چاودنه وشوه.
د اسرائيلو د ټرانسپورټ وزارت وايي، پر اسرائيلي بېړۍ د برید په اړه تر اوسه دوی ته معلومات نه دي رسېدلي.
د اسرائيلو «کان۱۱» ټلويزوني شبکې د دې بېړۍ د سمبالوونکي شرکت «سټامکو» د مدير په حواله ويلي، چې ښايي په بېړۍ پورې چاودېدونکي توکي نښلول شوي وي او يا هم توغندیز برید پرې شوی وي.
د اسرائيلو هارټس ورځپاڼې د اسرائيلو د پوځي سرچينو په حواله ويلي، چې ښايي دا برید ایران کړی وي.
تر اوسه د چاودنې په اړه بشپړ معلومات نه دي تر لاسه شوي، خو د سمندري استخباراتو «درياد ګلوبل» شرکت وايي، په سيمه کې د روان تاوتريخوالي او ناسم وضعيت له مخې داسې اټکل شته، چې دا برید به ایراني پوځيانو کړی وي.
د امريکا سمندري ځواکونو هم ويلي، چې د عمان په اوبو کې يې د چاودنې رپوټ تر لاسه کړی او د پېښې څېړنه يې پيل کړې ده.
په ۲۰۱۸ کال کې، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې، د ایران جنوب ته د هرمز سمندري تنګي کې د تېلو پر څو لېږدوونکو بېړيو بریدونه شوي وو او امريکا د دې بریدونو پړه پر ایران اچولې وه، خو ایران د امريکايي چارواکو دا تورونه رد کړي وو.
د عمان په سمندر کې په اسرائيلي بېړۍ کې د شوې چاودنې په اړه تر اوسه ایران څه نه دي ويلي.