
طالبانو په کندهار کې پر بې ځایه شوو کورنیو مرستې ویشلي
نن ټکی اسیا(شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل): له اړمنو او بې وزلو خلکو سره د مرستو په دوام طالبانو داځل په کندهار ولایت کې د پوځي عملیاتو له کبله بې ځایه شوو سلګونو کورنیو باندې مرستې ویشلي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یو ټویټ کې ویلي، چې د خوراکي توکو دغه مرستې کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو د «مؤسساتو» کمیسیون او خوراک نړیوال پروګرام (WFP) په همکارۍ ترسره شوي دي.
د کندهار ولایت په پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کې د وروستیو پوځي عملیاتو او جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي، چې ګڼ شمېر یې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري.
باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د خوراک د نړیوال پروګرام او نورو بهرنیو خیریه مؤسسو په مرسته په لسګونو زره کورنیو خوراکي او نور اړین مواد په ویشلي او ښايي دغه لړۍ لاهم جاري وساتي.