افغانستان

پر ماشومې نجلۍ د جنسي تیري کوونکي پولیس د خلاصولو هڅې روانې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ کب، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د هغه پولیس د خوشې کولې هڅې روانې دي چې پر یوې ۱۰ کلنې ماشومې د جنسي تیري په تور بندي شوی دی.

تیره ورځ د شاه جوی ولسوالۍ لسګونو کسانو په یو اعتراضیه لاریون کې د کابل ـ کندهار لویه لاره هم تړلې او له چارواکو یې غوښتنه کوله، چې ددغه «ناوړه» جرم ترسره کوونکي پولیس ته سزا ورکړي.

دوه ورځې وړاندې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د پولیسو یو عسکر په خسو او خاشاکو پسې راوتلې لس کلنه نجلۍ خپلې پوستې ته په زوره بیولې او هلته یې ورباندې جنسي تیری کړی ؤ.

د سیمې قهرجنو خلکو تیره ورځ د لاریون پرمهال خبرداری ورکړ، که دغې قضیې ته رسيده ګي ونه شي، نو دوی به خپل لاریونونه نورو ولایاتو ته هم وغځوي.

د شاه جوی ولسوالۍ امنیه قومندان دویم څارن حاجي خورئي هم دغه پېښه تایید کړې او زیاتوي چې ددې پېښې په تړاو یې تورن پولیس نیولی دی.

اوس د سیمې خلک اندېښمن دي چې په پېښه کې د ککړ پولیس ملګري دولتي چارواکي هڅه کوي د پیسو او واسطې په بدل کې هغه بل خوشې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل حکومت پولیس او عسکر پر ماشومانو او لارویانو جنسي تیری کوي، بلکې تردې وړاندې هم د زابل په ګډون د هېواد په مختلفو ولایاتو کې ورته پېښې رامنځته شوي؛ خو په پېښه کې ککړو پولیسو او عسکرو ته په سزا ورکولو کې د حکومت عدلي ارګانونه پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیرکال هم د شاه جوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «اریبا» پوستې پولیسو په څو تنو ماشومانو په ډله ییزه توګه جنسي تیری کړی وو، چې وروسته طالبانو په یادې پوستې برید وکړ او په کې میشت ټول پولیس یې وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

موږ د کمونیسټي رژیم په زمانو کي هم دا فکر کاوه او اوس هم په دې خوشباوري اخته یو چي یوازي د کابل ادارې امنیتي ځواکونه عام افغانان وژني او یا نور ظلمونه باندي کوي. حقیقت دا دی چي د هیواد مقننه قوه، قضائیه قوه او اجرائیه قوه ټوله د فاسدینو او مفسدینو لاسته لویدلې ده. که افغانان او نړیوال د افغانستان په جغرافیه کي شفافه حکومتوالي غواړي، باید د طالبانو صف ورتقویه کړي. افغانان، امریکایان، ناټو او ګاونډي هیوادونه ټوله د طالبانو اخلاقي،سیاسي، اقتصادي او نظامي ملاتړ وکړي څو په زوره کابل ورننوځي او د حکومتوالي ټول تعمیرات د… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

دا شل کلنه لاس ته راوړنه ده. دا باید د لاس ونه باسو.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x