دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده «دولسمه برخه»

اسدالله رزين

هغه له چانه ډاریږي، هغه د هرچا د ساتلو واک(صلاحیت)لري او د خپل استازي هم، خو د ساتلو په څرنګوالي کې خامخا او ډیر توپیر سته او هغه دا چې: د خدای ساتنه په ګزمو، پیرو، نیټو او امریکایانو نه بلکه ډیره عادي او ښه ساتنه وي.
هغه د خدای په همیشنۍ ساتنه، پالنه او څارنه کې وي او هغه ته  کله هم د غلیم لاس نه ور رسیږي.
تر پیدا کیدو او مبعوث کیدو له مخه د محمد(ص) په اړه په تېرو پاڼو کې هم یادونه سوې او په راتلونکو پاڼو کې به هم لکه چې فرمایی:
قال محمد ابن اسحاق: وکان هشام بن عرو‌ة یحدث عن ابیه عن عائشة(ض)قالت: په کومه شپه چې محمد پیدا سو یو یهودي چې په مکه کې اوسیده د قریشو په یوه ټولنه کې و ویل: قریشو په تاسې کې نن یو کوچنی و زیږید.

قریشو ورته و ویل موږ نه یو خبر.
یهودي وویل: الله اکبر، ولاړ سئ! وګورئ او په دغه باره کې چې زه درته وایم پوښتنه وکړئ.
نن شپه د دې اخري امت اخري نبي وزیږید او په ولیو کې یې د نبوت ټاپه هم شته.

قریش د یهودي له خبرې په حیرانتیا کې ووتل او خپلو کورو ته ولاړل او هر یوه خپل خپلوان د یهودي په خبره خبر کړل.

په پایله کې معلومه سوه چې په دغه شپه رښتیا هم د عبدالله د عبدالمطلب د زوی کره یو ماشوم پیدا سوی چې نوم یې هم محمد ورباندې ایښی دی.

خلک یهودي ته ورغلل او ورته ویې ویل چې تا رښتیا ويلي وو او یهودي یې د محمد په زېږېدو خبر کړ.

یهودي ورته وویل! راځئ ټول ورسو او محمد و ګورو، یهودي او ورسره خلک د آمنې کره ورغلل او له هغې یې وغوښتل چې محمد ورښکاره کړي.

آمنې محمد ور ته راوويست، خلکو او یهودي محمد او د هغوی په ولیو کې د نبوت مهر ولیدله او یهودي بې ځنډه بې هوښه سو او په ځمکه ولوید.

کله چې را په حال کې سو، خلکو ورته وویل چې څه درباندي وسول؟

یهودي ورته وویل: په خدای لوړه کوم چې د نبوت نور له بني اسرائیلو ولاړ او قریشو یا عربو ته ور ولیږدید.
خوشاله اوسئ ای قریشو! په خدای لوړه کوم چې تاسې ته به په شرق او غرب غلبه حاصله شي.

جوته خبره داده چې د عیسویانو تعلق له محمد(ص) سره په دوو دلیلونو نور هم باید تر بل هرچا ډیر وای.

۱-د رسول الله (ص)بلنی (دعوت)د حضرت عیسی (ع)د بلنی پروګرام ورپوره کړ.

۲- د عیسویانو په مذهبي لیکنو کې د محمد (ص) د ظهور وړاندوینې تر یهودو ډیرې وې.

لکه د مکې خلکو چې شام ته پخپلو تجارتي سفرونو کې د عیسوي خانقاوو په حواله تر ولادت له مخې د محمد نوم زده او په خپلو زامنو یې د محمد نوم کیښود.

د روایتونو په تکیه له (۱۴-۱۵)تنو پورې د محمد نومونه تر ولادت با سعادت له مخې په کوچنیانو ایښودل سوي دي، چې ځنو یې بعثت هم په خپلو سترګو ولید او ایمان یې هم راوړ لکه محمد بن عدي بن ربیعه.

د سلمان فارسي د ایمان را وړلو مکمل داستان:

سلمان فارسي وایي چې زه د اصفهان یو آتش پرست وم. پلار مې د کلي تر ټولو هستمن اوسیدونکی و، زه ډېر پرې ګران وم، آن تردې چې له کوره د باندې به یې نه پریښودلم.
یوه روځ مې پلار د کور دننه په یوه کار لګیا و او ماته یې وویل: ورسه د ځمکو او کروندو حال واخله او زر بیرته را شه، ځکه چې ستا شتون ماته تر ټولې هستۍ ډیر ارزښت لري.

زه هم هغه ته په مننه کې له کوره د کروندې په تکل راووتلم چې په لار کې مې د نصاری و په یوه عبادت ځای سترګې ولګیدې او د عبادت کوونکو د عبادت اوازونه مې غوږو ته راغلل.

ما تر دغې شېبې پورې د دوی په اړه هیڅ معلومات هم نه درلودل، ورننوتلم ترڅو وګورم چې دوی څه کوي؟

دوی عبادت کاوه او ماته یې ډیر خوند راکړ او ومې منله چې د دوی دین زموږ د اتش پرستۍ تر دین ډیر ښه ده.
دومره یې اغیزمن کړم چې ان تر ماښامه ورسره پاته سوم او ترې ومې پوښتل چې: ستاسې د دین مرکز په کوم ځای کې ده؟
دوی راته وویل چې په شام کې، له هغه وروسته ښه ناوخته کور ته راستون سوم او پلار مې راته وویل چې ولې دومره وځنډیدې؟

ما د عبادت خانې حال ورته ووایه او دا مې هم پرې ور زياته کړه چې د هغوی دین ما ته تر آتش پرستۍ غوره ښکاره سو.

پلار مې راته وویل چې د دوی په دین کې خیر نه سته، ستا او ستا د پلرو دین تر هغه ډیر ښه دی، خو ما ورسره ونه منله او لوړه مې وکړه چې د هغو دین زموږ تر دین ډیر ښه دی، له دې وروسته مې پلار له دې ډاره چې و نه تښتم پښې را وتړلې او په یوه کوټه کې یې بندي کړم، خو ما بیا هم له یوې لارې د کلي نصاراوو ته حال ورکړ چې که شام ته تلونکې قافله تیاره سوه ما هم خبر کړئ.

هغوی هم چې کله قافله تیاره سوه بې له ځنډه  خبر کړم، د تېښتې لار مې هم و سنجوله، له کوره و وتلم او له قافلې سره شام ته ملګری سوم.
څو شپې او روځې ووتلې چې قافله شام ته ورسیده. ما هم ډیر زر کنیسه پیدا او د دین په زده کړه بوخت سوم، خو اسقف ښه سړی نه و.
د خیرات او صدقې په نامه به یې له خلکو مالونه او روپۍ اخستې او په مسکینانو به یې نه لګولې او ساتلې به یې.

ډیر وخت تیر نه سو چې اسقف مړ سو او خلکو غوښتل چې په درناوي سره یې خاورو ته وسپاري.

ما ورته وویل چې اسقف غل و او خوارانو ته یې هیڅ هم نه دي ورکړي، دوی له ما دلیل وغوښت؟

ما هم ژر د اسقف خزانې ته ور وستل، دوی چې کله هر څه پخپلو سترګو ولیدل، نو یې وویل چې د ده مړی باید را وځړوو او په مرګ یې باید سنګسار کړو.

خلکو دغسې وکړل او یو بل ښه سړی یې د هغه په ځای وټاکلو، څه وخت وروسته هغه هم ناروغه او مرګي حاله سو او ما د کوم بل عالم پوښتنه ځنې وکړه، هغه را ته وویل چې دلته د باور وړ څوک نه دي پاته، یواځې په موصل کې یو څوک سته چې باور پری کیدای سي.

زه هم ډیر ژر موصل ته راغلم، هغه سړی مې پیدا کړ، په رښتیا هم هغه ښه سړی و، خو ډیر ضعیفه و او ما ته یې په (النصیبین) کې بل سړی را وښود او بیا هغه ته ورغلم، هغه هم لږ وخت وروسته مړ سو او زه(عموریه) اسقف ته چې د روم و؛ ورغلم.

هغه راته وویل: داسې څوک نه پیژنم چې دین ته دې درناوی وکړي، خو د موعود نبي د ظهور شپې او ورځې نژدې دې چې د عربو په خاوره کې به را ښکاره او د ابراهیم(ع) دین به بیرته را ژوندی کړي.

د هجرت کولو ځای یې دوه تور غرونه دي، چې ډیر زرغونه او د خرما له ونو ډک دي او موعود نبي داسې نښې لرې چې بیخې نه ورکیږي.

ډالۍ یا تحفې منې او ګټه ترې اخلې، خو صدقې منې او پخپله ګټه نه ترې اخلي یا یې نه خوري ملګرو ته یې ور کوي او د ولیو په منځ کې یې د نبوت ټاپه هم سته، که کولای سې هلته ولاړ سه.

د اسقف خبره مې ومنله او د یو څه خرچې له برابرولو وروسته د(بني کلب) له تجارانو سره مخامخ سوم او ورته ومې ویل چې دا ټول مال در واخلئ، خو ما عربو ته بوځئ.
هغوی ظالمان وو، زه یې په بل چا وپیرودلم، هغوی په بل چا وپیرودلم او هغو بیا یثرب ته را وستلم.

ما چې د سیمې موقعیت وکوت، نو ومې منله چې همهغه د موعود نبي د هجرت ځای دي، زه په یثرب کې د یوه مریي په څیر پاته سوم چې محمد رسول الله(ص) په مکه کې مبعوث سو،  زه نه وم خبر تر څو چې د خدای رسول(ص) مدینې ته د هجرت په لاره کې (قباء) ته را ورسید.

زه په هغه ورځ د خرما ونې ته ختلی وم او بادار مې تر ونه لاندې ناست و چې د تره زوی یې راغی او ورته ویې ویل: د اوس او خزرج خلک په قباء کې په یوه سړي راټول دي او سره وایي چې هغه پیغمبر دی.

ما د دغې خبرې په اوریدو داسې ټکان وخوړ چې نژدې و ښکته رالویدلی وم او چې ماښام سو له یوڅه پخې ډوډۍ سره قباء ته ورغلم او محمد(ص)او یارانو ته مې سلام ور واچاوه او ورته ومې ویل چې ته یو نیک او صالح انسان یې، ملګري دې هم ښه خلک او ډیر مسکینان دي.

ما دا لږ خواړه د صدقې په ډول درته راوړي دي چې ويې خورئ.

محمد(ص) هغه خواړه ور واخيستل، دوی هیڅ هم ترې ونه خوړل او ټول یی په یارانو  ووېشل.

ما له ځانه سره وویل چې دا خو یې لومړۍ نښه وه چې رښتیا سوه، زه بېرته مدینې ته راغلم او رسول(ص) هم مدینې ته تشریف راوړ، یوه روځ وروسته بیا له یو څه خوړو سره ورغلم او ورته مې و ویل چې ته، خو صدقه نه خوري، نو دغه خواړه مې درته ډالۍ را وړې چې ویې خورئ.

رسول(ص) خپل ټول ملګري را وغوښتل او په ګډه یې هغه خواړه سره وخوړل او ما له ځانه سره و ویل چې د استاذ دوهمه نښه، خو هم رښتیا سوه.
څو روځې وروسته د محمد(ص) کوم یار وفات سوی و او دوی(ص) یې په جنازه کې برخه اخستې وه.
محمد(ص) د یارانو په منځ کې ناست و چې زه هم ورغلم، سلام مې ور واچاوه او په کرار کرار د مبارک(ص) شا ته ورغلم چې کله مې په مبارکو وږو د نبوت مهر ولیده؛ د رسول(ص)را پام سو چې زه په یوه ورکه پسې ګرځم، نو هغوی(ص) خپل مبارک څادر له مبارکو وږو لرې کړ او د نبوت مهر یې راباندې ولیده او ما هم وپیژندله.
ما مهر مچو کاوه او له سترګو مې اوښکې را بهیدلې، چې رسول الله(ص) راته وفرمایل چې مخ ته راسه. د مبارک مخې ته ورغلم له مخې یې کینستم، ښه ډیر مې ورته وکتل.
ټولې پردېسۍ، ستومانۍ او ناخوالې مې هیرې سوې، خپله ټوله کیسه مې ورته وکړه او مسلمان سوم.
حبشې ته هجرت:

قال رسول الله(ص) ان بارض الحبشه ملکا لا یظلم احد عنده فالحقو ببلاده حتی یجعل الله لکم فرجا و مخرجا مما انتم فیه.

رسول الله(ص) چې کله د خپلو یارانو په حق کې د قریشو ځورونکی، دردونکی او د زغم له پولو اوښتی ظلم ولید او د ورسره مخامخ کیدو امکانات یې هم په واک کې نه و، نو بیا یې د یاد حدیث په رڼا کې خپلو یارانو ته له مکې د وتو اجازه ورکړه چې په پایله کې یې(۸۰)تنو یارانو حبشې ته د هجرت ملاوې وتړلې.

دا د ایمان په حواله له مکې د حبشې په لور وتلې قافله د مهالي شونتیاوو او د خدای په توکل وروسته له څه مودې په خیر سره د حبشې پولو ته ورننوتله او په پوره ډاډ سره هغه ځای ته ورغله چې ورته په ګوته سوي وو.

د مکې سرداران هم کرار نه ؤ ناست او د محمد(ص) مخ په وړاندې خوځښت ته په کتو کې یې خپل استازي د (عمرو بن العاص)په مشرتابه کې نجاشي ته له ښو مستو ډالیو سره ور واستاوه.

نوربیا…..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x